اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو امنيت شورا د متحده عربي اماراتو، جاپان او فرانسې په غوښتنه سبا (جمعه، ۷ د سلواغې) د افغانستان په اړه غير علني غونډه کوي.
په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازولۍ وايي، چې په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستياله امينه محمد چې په دې وروستيو کې يې افغانستان ته سفر کړی و، د دې هیواد د وضعيت په اړه خبرې وکړي.
دې استازولۍ ويلي، چې د دې غونډې حساس ماهيت او د افغانستان نازک وضعيت ته په پام، يوه غير علني غونډه اغېزناکه او مناسب فرصت دی چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د مرستيالې نظريات پکې واورېدل شي.
امينه محمد تېره اونۍ د يوه پلاوي په ملتيا کابل ته راغلې وه او د طالبانو له چارواکو سره يې ليدنې وکړې. د اغلې محمد او طالبانو تر منځ خبرې د ښځو او نجونو پر حقونو راټولې وې.
دې پلاوي افغانستان ته د خپل سفر په پای ته رسولو سره خبر ورکړ چې کوم څه په افغانستان کې پېښېږي، د ښځينه حقونو يو شديد بحران او د نړيوالې ټولنې لپاره د خطر زنګ دی.
