اطلاعات روز: د طالبانو تر مدیریت لاندې د احصايې او معلوماتو اداره وايي، چې د برېښنايي پېژندپاڼو د بهير له پېل تر اوسه نهه ميليونه او ۱۶۰ زره کسانو پېژندپاڼې ترلاسه کړې دي.
له دې افرادو څخه پنځه ميليون او ۸۰ زره يې نارينه او څلور ميليونه او ۷۷ زره يې ښځينه دي.
د احصايې او معلوماتو د ادارې په وينا، درې ميليون او ۷۰ زره نفرو ته د طالبانو تر واکمنېدو وروسته برېښنايي پېژندپاڼې ورکړل شوې دي.
دې ادارې زياته کړې، چې له نهه ميليونه او ۱۶۰ زره نفرو څخه څلور ميليونو او ۸۰۰ زره نفرو يې په کابل برېښنايي پېژندپاڼې اخيستې دي.
د احصایيې او معلوماتو اداره وايي، چې اوس مهال د کابل په شمول، په ټول هيواد کې د برېښنايي پېژندپاڼو د ورکړې ۶۹ مرکزونه او درې سيار ټيمونه فعال دي.
برېښنايي پېژندپاڼې د پاسپورټ په څېر د افغانستان د پخواني حکومت په لوګو سره وېشل کېږي.
د برېښنايي پېژندپاڼو د ورکړې بهير ستونزمن دی او د خلکو په وينا په ځنډ سره مخته ځي. دا بهير د ۱۳۹۷ کال په ثور مياشت کې پېل شو.
د پخواني حکومت پر مهال د برېښنايي پېژندپاڼو د توزيع د بهیر په پېل کې د مليت په توګه «افغان» لفظ او د قومونو لړليک جنجالي موضوعات و.
