طالبان له استادانو سره د يونيسف نغدي مرسته د هغوی له معاشه کموي

اطلاعات روز: د طالبانو ماليې وزارت په ۳۴ ولايتونو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو له استادانو سره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونیسف) مالي مرسته، د هغوی له معاشه کموي.

له دې استادانو څخه يو وايي، چې يونيسف له دوی سره ۲۰۰ ډالره مرسته کړې وه.

د دې استاد په وينا، اوس د طالبانو ماليې وزارت غواړي چې دا پيسې د استادانو د سلواغې او کب میاشتو له معاشونو څخه کمې کړي.

د طالبانو تر مديريت لاندې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې له لوري ولايتي آمريتونو ته په لېږل شوي مکتوب کې هم ويل شوي، چې د ماليې وزارت له امر سره سم دې، د يونيسيف مرسته د استادانو د سلواغې او کب مياشتو له معاش څخه کمه شي. ويل شوي و چې يونيسيف په لیندۍ مياشت کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له استادانو سره ۲۰۰ ډالره مرسته کړې وه چې معادل يې ۱۸ زره افغانۍ کېږي.

دې ادارې لومړی د وضاحت غوښتنه کړې وه، خو د طالبانو ماليې وزارت په ځواب کې د خپل مکتوب پر پلي کېدلو ټينګار کړی و او ويلي يې و چې له دوو ځايونو د معاش ورکړه شونې نه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د يونيسف پيسې معاش نه و، بلکې نغدي مرسته وه.

يوه استاد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، کله چې په خپله طالبان نشي کولای له استادانو سره مرسته وکړي، د «يهودو او نصاراو» مرسته دې دهغوی له معاش نه ګرځوي.

يونیسف د معارف وزارت اړوند ښوونځيو له ښوونکو سره هم نغدي مرسته کړې ده. روښانه نه ده چې ايا د هغوی معاش هم کم شوی او که نه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه