اطلاعات روز: سویډن کې د ترکیې سفارت مخې ته د یوه سویډنې وګړي له لوري د قران کریم د نسخو سوځولو په افغانستان او نورو اسلامي هیوادونو توند غبرګونونه راپارولي دي.
همدا نن (چهارشنبه، ۵ د سلواغې) په پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې هم سلګونه کسان د ښار لارو کوڅو ته راوتلي او د سویډن هیواد د حکومت پر ضد شعارونه ورکوي.
د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې لاریونوالو د اسلامي همکاریو له سازمان وغوښتل چې د نړیوالو اصولو له مخې دې په سویډني حکومت فشار راوړي تر څو په پېښه کې ښکېل کسان محکمه کړي.
له دې ور هاخوا څو شېبې وړاندې د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې هم سلګونه کسان راوتلي او اسلامي مقدساتو ته د سویډني وګړي د سپکاوي غندنه کوي.
د لاریون ګډونوالو د یاد هیواد بیرغ ته هم اور ورته کړ او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه وکړه چې د دې کار له امله دې پرې اقتصادي او سیاسي بندیزونه ولګول شي.
څو ورځې وړاندې په سویډن هیواد کې ترکیې سفارت ته نږدې په یو اعتراضیه غونډه کې یو سویډني وګړي اسلام ته د سپکاوي سربېره د قرآن کریم ځینو نسخو ته هم اور ورته کړ، چې دې پېښې په ګڼو اسلامي هیوادونو کې د مسلمانانو توند غبرګونونه راپارولي دي.
تېره ورځ په خوست ولایت کې هم سلګونه کسانو په یو لاریون کې دغه پېښه په کلکو ټکو وغندله او دا کار یې نه بښونکی عمل یاد کړ.
