د زده کړو نړيواله ورځ؛ اعتراض کوونکې ښځې: طالباني زده کړې نه غواړو

اطلاعات روز: د اعتراض کوونکو ښځو يوه ډله د زده کړو د نړيوالې ورځې په مناسبت په يوه سرپټي ځای کې راټولې شوي او د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو د بنديز په تړاو يې اعتراض کړی دی.

دوی شعار ورکوي چې طالباني زده کړې نه غواړي، بلکې د دې ډلې د حذف غوښتونکې دي.

دغو اعتراض کوونکو د ښځو او نجونو پر خلاف د طالبانو بنديزونو ته په اشارې سره وویل، چې دا ډله ښځ‌ځپونکې ده او غواړي چې ښځې له ټولنې حذف کړي.

اعتراض کوونکو ښځو په افغانستان کې پر ښځو تاوتريخوالي ته د بشري حقونو د بنسټونو او ملګرو ملتونو د پاملرنې غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې له طالبانو دې د دوی د اقداماتو په اړه پوښتنه وشي.

دوی ټينګار کړی چې نړيوال بنسټونه په افغانستان کې د ښځو د بشري حقونو د نقض په تړاو عملي او جدي اقدامات نه کوي.

نن (سې‌شنبه، ۴ دلو/ ۲۴ جنوري) د زده کړو له نړيوالې ورځې سره برابره ده. د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او ښوونیز سازمان (يونسکو) دا ورځ د افغانستان له زده کړو بې برخې نجونو ته ځانګړې کړې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنټونيو ګوتريش د دې ورځې په مناسبت په خپل پيغام کې ويلي چې اوس د هغو ټولو تبعيضي قوانينو او تګلارو د پای ته رسولو وخت دی چې زده کړو ته د لاسرسي مخه نيسي. ده ويلي: «زه په ځانګړي توګه په افغانستان کې له حاکمو چارواکو غواړم چې د نجونو پر منځنيو او لوړو زده کړو ظالمانه او ناکام بنديز دې ختم کړي.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه