اطلاعات روز: کاپیسا ولایت کې سرچینې وايي، چې د دې ولایت په حصه دوم کوهستان ولسوالۍ کې ناپېژانده وسله والو یو سلفي دیني عالم وژلی دی.
سرچینې یاد عالم د مولوي لایق په نوم یادوي او وايي، چې پر ده تېره ورځ (یکشنبه، ۲ د سلواغې) په «کیشکتان» کلي کې مسجد ته پر لار برید شوی دی.
تر اوسه د دې کس د قتل انګېزه نه ده روښانه شوې او نه هم کاپیسا کې د طالبانو پولیسو په دې اړه څه ویلي دي.
په حصه دوم ولسوالۍ کې یوې ولسي سرچینې وویل، چې مولوي لایق «سلفي» و او د ښځو د حقونو په اړه یې سخت دریځی نظر درلود.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، ګڼ دیني عالمان د هیواد په بېلابیلو ولایتونو کې د ناپېژانده کسانو له خوا وژل شوي دي. د دې وژنو عاملین لا نه دي څرګند شوي.
