د لغمان اوسیدونکي د طالبانو له کړنو شکایت کوي

انځور: ټولنیزې رسنۍ

اطلاعات روز: د لغمان ولایت یو شمیر اوسیدونکي شکایت کوي چې په هېواد کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په دې ولایت کې ځايي اوسېدونکي د طالبانو له خوا له ډول ډول ځورونو سره مخ شوي دي.

د لغمان اوسیدونکی شیرزمان ادعا کوي، چې ځایي طالب چارواکي دوی په ډول ډول پلمو نیسي او زنداني کوي یې او بیا یې د پیسو په بدل کې خوشې کوي.

نوموړی وایي، عام خلک د طالبانو له دې کړنو په تنګ راغلي او نه پوهیږي چې څه وکړي.

شیرزمان زیاته کړه: «له کله چې طالبان راغلي نو خلک ورسره په زیاتو ستونزو کې دي ډیر کله عام خلک ونیسي او په یوه او بله بهانه یې زنداني کوي او که پېسې ورنه کړې نو بیا درته لویه دوسیه جوړوي.»

د دغه ولایت یو بل اوسیدونکی میرمحمد بیا وایي، چې طالبان زیاتره هغه خلک ځوروي چې د کورني غړي یې په تیر حکومت کې په نظامي برخه کې دنده ترسره کړي وي.

نموړی د یو داسې کلیوال کېسه کوي چې په تیر حکومت کې د ملي اردو افسر و، خو طالبانو له داعش سره د اړیکو په تور نیولی او له څو میاشتو راهیسې یې درک نشته.

میرمحمد زیاته کړه: «طالبان په لغمان کې زیاتره پخواني عسکر ځوروي او ډیر کله د هغه کورنیو سره هم ښه چلند نه کوي چې د کورنۍ غړي یې په تیر حکومت کې نظامي دنده ترسره کړي وي؛ زمونږ یو کلیوال چې مخکې د اردو افسر و، طالبانو له داعش سره د اړیکو په تور نیولی او له څلور میاشتو تیریدو وروسته هیڅ درک نشته چې چیرته بندي دی.»

ځینې کسان چې په وروستیو کلونو کې له پوهنتونونو فارغ شوي او د دې ولایت په دولتي بنسټونو کې يې د ګمارنې په آزموینه کې برخه اخیستې له بریالي کېدو سره سره نه دي منل شوي او پر ځای یې طالبان په دندو ګمارل شوي دي.

 خو بل لور ته د لغمان لپاره د طالبانو والي قاري ذین العابدین عابد بیا د خلکو شکایتونه پر ځای نه بولي او وایي، تراوسه په لغمان کې هیڅوک له جرم پرته د طالبانو له لوري نه دی نیول شوی.

خو د لغمان اوسیدونکي وایي، چې د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ګڼ شمیر کسان د مخکیني حکومت په پوځي او ملکي ادارو کې د کار کولو په تور نیول شوي او شکنجه شوي او زیاتره یې په یوه او بله پلمه وژل شوي هم دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه