اطلاعات روز: د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې یوه ځوان لسګونه یتیمو او بېوزله ماشومانو ته په وړیا ډول د زده کړو زمینه برابره کړې ده.
د «یتیم پالنې» په نامه دا ښوونیز مرکز یو فرهنګي فعال جاوید حضرت جوړ کړی نموړی وایي، اوس مهال یې د ۳۰ نجونو په ګډون ۸۵ یتیمو او بېوزله ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده.
د هغه په وینا په دې زده کوونکو کې هغه یتیم او بېوزله ماشومان شامل دي، چې له دې وړاندې یې په ښار کې د ډیر فقر له امله سوال کاوه او زیاتره یې په درنو کارونو بوخت وو.
حضرت زیاتوي: «مونږ سره په دې مرکز کې ۸۵ یتیم او بېوزله ماشومان زد کړې کوي، چې له ډلې یې ۳۰ نجونې او ۵۵ هلکان دي، موخه مو هغه ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابرول دي د ښار کې په درنو کارونو بوخت دي او د زده کړو وس نه لري.»
هغه وایي، له نږدې پنځه میاشتو راهیسې یې دا لړۍ پېل کړې او یتیمانو ته په څلورو برخو کې زده کړې ورکول کیږي.
حضرت همدا راز زیاتوي که شتمن هیوادوال یې لاسنیوی وکړي نو په پلان لري چې په راتلوونکي کې یادو زده کړوونکو ته د حرفوي زده کړو په برخه کې هم زمینه برابره کړي.
هغه یتیم او بیوزله ماشومانو ته چې په دې مرکز کې د زده کړو زمینه برابره شوې، خوښي څرګندوي او له نورو هیوادوالو د لاسنوي غوښتنه کوي.
نصیب الله یو له هغه بېوزله ماشومانو له ډلې دی چې اوس یې کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ ده، خو خوښي څرګندوي چې د سواد زده کړو په برخه کې ورته زمینه برابره شوې.
له دې سربیره ننګرهار کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو ریاست په چوکاټ ګڼ د بېوزله او یتیمو ماشومانو د لاسنیوي په برخه کې ګڼ شمیر نور بنسټونه هم فعالیت کوي.
د یاد رياست د معلوماتو له مخې چې په تېر یوه کال کې یې د سلګونه بېوزله ښځینه او نارينه وو، سربیره ګڼ شمیر بېوزله او یتیمو ماشومانو ته په مختلفو برخو کي روزنه ورکړي او لا هڅه کوي چې د حرفوي زده کړو په برخه کې پیل شوې لړۍ دوامداره وساتي.
