اطلاعات روز: کندز ولايت کې سرچينې وايي، چې ناپیژانده وسله والو د دې ولايت په علي اباد ولسوالۍ کې يو سوداګر وژلی دی.
يوې سرچينې له اطلاعات روز سره په خبرو کې د دې سوداګر نوم غلام حسين عنايت خان ياد کړ او ویې ویل چې نموړی د تېرې جمعې ورځ (۳۰ د مرغومي) هغه مهال د علي آباد ولسوالۍ په قزل سای سيمه کې ووژل شو چې له کندزه کابل ته روان و.
تر اوسه د دې سوداګر د وژنې انګېزه نه ده روښانه شوې.
په کندز کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند جمعه الدين خاکسار له ځايي رسنيو سره په خبرو کې دا پېښه منلې ده.
خاکسار د پېښي عاملين ناپېژاند وسله وال ياد کړي او د انګيزې په اړه يې څه نه دي ويلي. په دې وروستيو کې په بېلابېلو ولايتونو کې د پټو وژنو پېښې زياتې شوې دي.
