اطلاعات روز: د قطر د بهرنيو چارو وزير محمد بن عبد الرحمن آل ثاني له خپل امريکايي سيال آنټوني بلينکن سره ټیليفوني خبرې کړې دي.
د قطر د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې په دې ټیليفوني خبرو کې د دواړو هيوادونو پر دوه اړخيزو اړيکو او يو شمېر نورو سيمهييزو او نړيوالو مسايلو په ځانګړې توګه د افغانستان د بدلونونو او د روسيې او اوکراين پر بحران بحث او خبرې شوې دي.
بلينکن هم نن (يکشنبه، ۲ د سلواغې) په يوه ټويټ کې ليکلي، چې ده له قطر څخه مننه کړې چې له امريکا سره يې مرسته کړې چې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي.
اوس مهال د افغانستان په چارو کې د امريکا ډيپلوماټيک ماموريت په قطر کې مېشت دی.
قطر د طالبانو او لوېديځو هيوادونو تر منځ د منځګړي رول هم لري. دا هيواد افغانستان ته د امريکا د بشري مرستو په لېږد کې هم همکاري کوي.
