د ملګرو ملتونو کارپوهان: په قضايي سيسټم کې د طالباني شريعت پلي کول د بشري حقونو فاجعه ده

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو کارپوهانو په يوه ګډه اعلاميه کې د طالبانو د حکومت قضايي سيسټم ناخپلواک او بشپړ مردانه بللی او ويلي يې دي چې په دې سیسټم کې د طالبانو د شريعت نسخه پلې کېږي چې «دا د بشري حقونو ناورین دی.»

دا اعلاميه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ او د قاضيانو او مدافع وکيلانو د خپلواکۍ په اړه د ځانګړي راپورچي مارګارت ساترثوايت له لوري خپره شوې ده.

دوی ويلي، چې په افغانستان کې حقوقي متخصصين په ځانګړې توګه ښځې له ننګونو او پام وړ خطرونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په خپله اعلاميه کې زیاته کړې چې اوس مهال په افغانستان کې په جزايي او مدني چارو کې هيڅ ډول معيار يا قوانين نشته چې پوليس، قاضيان او يا هم وکيلان وکولای شي چې پيروي يې وکړي.

د دوی په وينا، له قانوني پروسيجر، قضايي ټاکنو  او د عادلانه محکمې له تشريفاتو سره تړلي قوانين او مقررات چې د تېر دولت له خوا پلي کېدل ځنډول شوي دي او همدا راز طالبانو ټول قاضيان ګوښه کړي او يو شمېر هغه ځانګړې محکمې يې منحل کړې دي چې جنسيتي تاوتريخوالي ته ځانګړې شوې وي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په اعلاميه کې راغلي، چې يو ناخپلواک او په بشپړه توګه مردانه سيسټم د افغانستان د حقوقي نظام ځایناستی شوی دی چې «د طالبانو د شريعت نسخه پلې کوي او دا د بشري حقونو يوه ناورین دی.»

د اعلاميې له مخې، قضايي خپلواکي لغو شوې او په قضايي ټاکنو کې د طالبانو هغه غړي ټاکل شوي چې ديني زده کړې لري، نه هغه کسان چې حقوقي کارپوهان دي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د اعلاميې په يوه برخه کې راغلي، چې تورن افراد د طالبانو د پوليسو او بل هر امنيتي ادارې له خوا نيول کېږي، په هماغه ورځ محکمه کېږي او مجازات کېږي. دوی دا کار اندېښمنوونکی بللی دی.

له قضايي نظام څخه د ښځو حذفول

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ويلي، چې طالبانو په خپل تبعیضي اقدام سره هڅه کړې چې د ښځينه قاضيانو، څارنوالانو او مدافع وکيلانو په ګډون ټولې ښځې په حقوقي سيسټم کې له ګډون کولو څخه منع کړي.

د دوی په وينا، د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې په محکمو کې ۲۵۰ ښځينه قاضيانو کار کاوه چې د قاضيانو لس سلنه برخه یې جوړوله او همدا راز په سلګونو نورو ښځو د مدافع وکيلانو او څارنوالانو په توګه کار کاوه.

د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، چې ډېری ښځينه قاضيانې د امنيتي ګواښونو له کبله له هيواده تښتېدلې دي او يا هم پټې شوې دي.

راپورونه وايي، چې ډېری ښځينه وکيلانې د دې اقداماتو له وجې له جدي رواني ستونزو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، چې نه يوازې ښځينه مدافع وکيلانې په خطر کې دي او ژوند يې ګډوډ شوی، بلکې هغه ټول ارزښتناک خدمات هم له منځه تللي چې دوی ښځو ته وړاندې کول.

د طالبانو په وسيله د مجرمانو ازادېدل

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په اعلاميه کې راغلي، چې څارنوالان په سيسټماټيکه توګه څنډې ته شوي او نشي کولای چې د عدالت په پلي کېدلو کې ټاکونکی رول ولري. طالبانو بیا ځل واکمنېدو سره ټول څارنوالان شړلي دي.

د دوی په وينا، يو شمېر څارنوالان په خاص ډول هغه چې د طالبانو غړي يې پوښتلي او تعقیب کړي، د خپل پخواني کار له کبله له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو زياته کړې چې راپورونه وايي، چې کوم مجرمين د طالبانو له خوا ازاد شوي دي، هغوی هم له قاضيانو او څارنوالانو د انتقام اخيستلو په لټه دي.

دا ګواښ هغو ښځو ته هم متوجې دی چې د ښځو پر خلاف د تاوتريخوالي په قانوني تعقيب او محکمه کېدلو او همدا راز د تروريزم په دوسيو کې يې لاس درلود.

د کارپوهانو په وينا، راپورونه وايي، چې په کابل او نورو ولايتونو کې په لسګونو څارنوالان د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوي دي.

دوی په اخير کې ويلي، چې په افغانستان کې د وکيلانو او نورو ټولو حقوقي متخصصينو کړاو او سختو ننګونو ته په پام د نړيوالې ټولنې زيات ملاتړ او پاملرنې ته اړتيا ده.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ټینګار کړی چې حکومتونه او نور لوبغاړي چې له اوږدې مودې راهیسې عدالت ته د لاسرسي د ښه والي او د قانون د حاکمیت د ټینګښت په هڅو کې ښکیل دي اوس د هغو خلکو د ملاتړ لپاره ځانګړی مسوولیت لري چې له ستونزو سره مخ دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه