اطلاعات روز: جوزجان کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، دې ولایت کې د تېرو څو ورځو سختې یخنۍ او واورې د ۱۸ کسانو ژوند اخیستی دی.
جوزجان کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند عبد الستار حليمي ويلي، چې درنې واورې او سړې هوا د دې سبب شوي چې د دې ولايت اوسېدونکو ته مالي او ځاني تلفات ورسوي.
حليمي نن (چهارشنبه، ۲۸ د مرغومي) ويلي، چې د ۱۸ مړو شويو کسانو په منځ کې نهه نارينه، پنځه ښځې او څلور ماشومان دي.
د ده په وينا، د دې کسانو اته نفره چې څلور نارينه، درې ماشومان او يوه ښځه دي، د خماب ولسوالۍ اوسېدونکي و، درې نارينه او دوې ښځې له خانقاه ولسوالۍ څخه و او دوې ښځې، دوه نارينه او يو ماشوم د آقچې ولسوالۍ اوسېدونکي و.
جوزجان کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند عبد الستار په همدې حال کې زیاته کړې، چې ۱۷ زره څاروي هم په دې ولايت کې د وروستۍ يخنۍ له کبله مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو وړاندوينې ښيي چې په راتلونکو ورځو کې به په افغانستان کې د سړې هوا درجه منفي ۳۰ څخه بيا تر ۳۵ پورې ورسېږي. په دې وروستيو ورځو کې سړې هوا د هيواد په بېلابېلو ولايتونو کې د لسګونو انسانانو او زرګونو څارويو ژوند اخيستی دی.
