د ضیا ودان قاتلینو موندلو لپاره معترضانو د خوست اداري کمپلکس دروازه وتړله

اطلاعات روز: د خوست لسګونه اوسېدونکو او فعالانو د ضيا ودان د وژنې په غبرګون کې د دې ولايت د اداري کمپلکس دروازه وتړله او له دولت څخه يې د نوموړي د قاتلينو د موندلو او سختې سزا ورکولو غوښتنه وکړه.

دوی لوړ پوړي چارواکي په روانو وژنو کې پړه وبلل او ويې ويل چې د هېواد روان بحراني حالت نور د منلو ندی.

د دوی له ډلې قاردشاه انصاري وويل چې په دولت کې ځينو کسانو په لوی لاس روان حالت ته زمينه برابره کړې او وسله والو مخالفينو ته يې د ورته فعاليتونو ساحه رامنځته کړې ده.

انصاري وايي:«دا پنځه مفسد چارواکي، محب، صالح، خالد او نور خاينين دي؛ يو هم ولاکه د دې وطن په درد دردمند وي؛ د دوی په مقابل کې ودرېږئ، دا د دې پروژې يوه برخه ده، طالب يې بله برخه ده او پاکستان يې بله برخه ده. دوی ته بايد داسې کېنو، لکه نن، چې وه خلکو ولې مو وژنئ؟ له موږ ښه ژوند، ښه لوڼه، زامن، ښه کاروبارونه او ښه وطن لرئ؟ څه خبره ده چې زموږ وطن نه پرېږدئ؟»

مدني فعال فريد قربان وايي چې په دولت کې د ننه واکمنو کړيو له امله امنيتي حالت تر بل هر وخت خراب شوی او د خلکو او دولت تر منځ بېساری واټن رامنځته شوی دی.

قربان ناامني، هدفي وژنې او ګڼې ټولنيزې ستونزې د فساد له امله بولي او وايي چې د دولت لوړ پوړي چارواکي او باصلاحيته قشر يوازې په فساد او چور بوخت دي، چې له امله يې روان حالت ته زمينه برابره شوې ده.

نوموړي زياته کړه:«نننۍ اعتراضه غونډه د شهيد ضيا ودان د شهادت په غبرګون کې وه. خلکو غوښتنه وکړه چې نور دې دولت د داسې ځوانانو جسدونه نه ليږي او په واقعي ډول دې حالت سم کړي. وړ خلک دې رامخې ته کړي. د ضيا ودان قاتلين دې ونيول شي او سخته سزا دې ورکړل شي.»

د نورالله په نوم ځوان نيوکه کوي چې دولت د روان حالت په مخنيوي کې پاتې راغلی او نه يوازې د دې بريدونو د عاملانو په اړه خلکو ته واضح ځواب نه وايي، بلکې د ځوانانو قرباني ته په نه سترګه کتل کيږي.

هغه وايي:«په افغانستان کې هره ورځ ډېر ځوانان وژل کيږي، ولې؟ ولې دا حالت نه قابو کيږي؟ له دې معلوميږي چې دولت قصدا د دې حالت سمون نه غواړي او خپله د دولت د بدنې خاينان او رذايل پکې شريکان دي.»

يو بل معترض ځوان رشيدالله همدرد وويل چې دولت دې د وضعيت د قابو کولو لپاره په ګاونډي هېواد کې د ورته وژنو او نورو لارو د روان حالت غچ واخلي او راتلونکي کې دې د ورته فعاليتونو مخنيوی وکړي.

همدرد زياته کړه:«زموږ ځوان کادرونه بايد وساتل شي، نه داسې چې يو څوک د وطن په ننګ شهيد شوی وي، هغه لا کور ته نه وي سپارل شوی چې موتر يې بيا کباړ شوی وي. دا د تاریخي شرم او نه بښلو وړ حالت دی.»

د عامه ساتنې تصدي وياند ضيا ودان وړمه ورځ د کابل په کارته نو سيمه کې د نوموړي په موټر پسې د نښلول شوي ماين په چاودنه کې ووژل شو.

له ودان څخه دوه مېرمنې او د يو کوچني زوی په ګډون ۶ اولادونه پاتې شول.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه