د ملګرو ملتونو عمومي منشي: له ښوونځي د نجونو لېرې ساتل د توجيه وړ نه دي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونيو ګوتریش وايي، چې هيڅ شی نشي کولای له ښوونځي څخه د نجونو لېرې ساتل توجيه کړي.

نموړي نن (چهارشنبه، ۲۸ د مرغومي) په يوه ټويټ کې ليکلي، چې ټول ماشومان د زده کړې حق لري.

ګوتریش ليکلي: «اوس بايد زړور ګامونه واخلو تر څو هر اړخيز، انعطاف منونکی او باکيفيته زده کړييز سيسټم د ټولو لپاره جوړ کړو.»

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په وينا، په نړۍ کې ۱۱۸.۵ ميليونه نجونې له ښوونځيو محرومې دي.

افغانستان کې هم د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په ميليونونو نجونې له تعليم او تحصيل څخه پاتې شوې دي.

طالبانو لومړی د نجونو په وړاندې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي وتړل او وروسته يې د نجونو او ښځو لوړې زده کړې هم وځنډولې.

دې ډلې په دولتي او غير دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار کولو هم بنديز لګولی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه