اطلاعات روز: په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منير اکرم ويلي، چې که په افغانستان کې اقتصادي وضعيت ښه نه شي، شونې ده چې د طالبانو ځينې غړي له دې ډلې بېل او له داعش سره يو ځای شي.
ده د امريکا له نيوزويک رسنۍ سره په خبرو کې ويلي، چې دی او پاکستانی دولت هم د پاکستان په داخل کې او هم پولې ته نږدې د بغاوت زياتېدلو ته اندېښمن دي.
ده په ځانګړې توګه د طالبانو د پاکستاني تحريک (TTP) او د بېلتون غوښتونکو بلوڅانو لکه د بلوڅانو د ازادۍ ځواک نوم اخيستی دی.
منير اکرم ويلي، چې له ټولو ډلو سره مبارزه د طالبانو په ګټه ده. د ده په وينا، طالبان بايد په دې قانع شي چې يوازې له داعش سره نه بلکې له ټولو تروريستي ډلو سره مبارزه وکړي.
اکرم په خپلو خبرو کې ويلي: «داعشیان د پياوړي کېدلو په حال کې دي او دا ډله له بهره پيسې تر لاسه کوي.»
ده خبرداری ورکړی: «که طالبان پوره پيسې ونه لري، شونې ده چې ځينې ډلې يې له داعش سره يو ځای شي. له همدې کبله وضعيت اندېښمنوونکی دی.»
طالب چارواکو په ځلونو په افغانستان کې د داعش له شتون څخه انکار کړی دی. په داسې حال کې چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته داعش د خونړيو بريدونو پړه منلې ده. د دې ډلې وروستی بريد د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت پر کارمندانو و چې په لسګونو خلک پکې مړه او ژوبل شول.
