د بشر حقونو څار بنسټ: د کرکټ نړيواله شورا دې د افغانستان غړيتوب وځنډوي

اطلاعات روز: د بشر حقونو څار بنسټ د کرکټ له نړيوالې شورا (ICC) غوښتي چې زده کړو او ورزش ته د ښځو او نجونو د نه لاسرسي له کبله دې د افغانستان د کرکټ غړیتوب چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی وځنډوي.

د بشر حقونو د څار د نړيوالو ابتکاراتو مدير مينکي وردن نن (دوشنبه، ۲۶ د مرغومي) په يوه خپره شوې اعلاميه کې ويلي، چې د طالبانو اقدامات د کرکټ د نړيوالې شورا له تبعيض ضد سياست سره په ټکر کې دي.

ده ويلي، چې طالبانو واک ته تر رسېدلو وروسته ګڼ داسې قوانين او سياستونه وضع کړي چې ښځې او نجونې خپلو اساسي حقونو ته له لاسرسي څخه بې برخې کوي.

مينکي وردن زیاته کړې، چې ښځينه ورزشکارانو راپور ورکړی چې طالبانو د تمرين او ورزش مرکزونه تړلي او هغوی يې په تاوتريخوالي ګواښلې دي.

د ده په وينا، ځينې ښځې او نجونې پټې شوي او د دوی له ورزش سره اړوند ټول مډالونه او جامې يې له منځه وړې دي.

د بشر حقونو د څار دې چارواکي ټينګار کړی چې ډېری ورزشکاران په افغانستان کې پاتې دي او نشي کولای چې په بشپړ امنيت کې تمرين وکړي.

طالبانو د ښځو پر ورزش له بنديز سره – سره د ښځو او نجونو پر وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې هم تړلې دي.

همدا راز اوس مهال په دولتي او غير دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار هم بنديز لګول شوی دی.

د طالبانو دې اقداماتو ګڼ غبرګونونه را پارولي دي.

په دې وروستيو کې د استراليا کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د ښځو پر خلاف د طالبانو د بنديزونو له کبله نه غواړي چې د افغانستان له لوبډلې سره لوبه وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه