اطلاعات روز: زابل کې د طالبانو روغتیایي چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ګاز نیونې جلا پیښو کې یوې میرمنې ژوند بایللی او شل تنه نو مسموم شوي دي.
د زابل ولايت لپاره د طالبانو د عامې روغتيا ریيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي وايي، یاد کسان د زابل د مرکز قلات ښار په ګډون په شاجوی، میزانې او شینکۍ ولسوالیو کې مسموم شوي دي.
د هغه په وينا، يادو کسانو غوښتل چې د تېرو دوو ورځو سړې هوا له کبله ځانونه ګرم وساتي خو د کورنیو د بې احتیاطۍ له امله ۲۰ تنه ګازو نیولي او په مسموم حالت مې روغتون ته انتقال شوي دي.
دده په خبره: «د ګاز نيونې له کبله د يوې ميرمنې مړينه لرو او شل نور مسموم شوي، د خلکو مو غوښتنه داده چې د ژمي پرمهال له ګازو سره ډېر احتياط وکړي او د خپلې کورنۍ ژوند وژغوري.»
روان ژمي کې سختې یخنۍ او د ګازي بخاریو استعمال په یو شمیر ولایتونو کې د ګڼو کسانو او کورنیو ژوند اخیستی دی.
