یوناما له افغانستان سره د نغدي مرستو په اړه د مرکزي بانک اعلاميې ګمراه کوونکې وبللې

Photo: UN

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (يوناما) يو ځل بيا ټينګار کړی چې افغانستان ته ورکول کېدونکې نغدي کڅوړې د ملګرو ملتونو په بانکي حسابونو کې خوندي کېږي او په دې تړاو د نورو بنسټونو اعلاميې بې ګټې او ګمراه کوونکې دي.

د طالبانو  تر مديريت لاندې مرکزي بانک پرون د ۴۰ ميليوني ډالري کڅوړې د راتلو په اړه خبر ورکړ او ويې ويل چې دوی د هر هغه حرکت درناوی کوي چې هيواد ته بهرني اسعار راوړي او د ټولنې له اړمنو سره مرسته کوي.

دې بانک ويلي چې د بانکي سکتور د ملاتړ او ثبات په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

يوناما د مرکزي بانک ټويټ بيرته خپور کړی او وضاحت يې ورکړی دی چې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو نغدي مرستې په يوه خصوصي بانک کې د ملګرو ملتونو په بانکي حسابونو کې ساتل کېږي.

د دغه دفتر په وينا، د ملګرو ملتونو ادارې له دغو پیسو څخه د خپلو بشري فعاليتونو لپاره کار اخلي .

يوناما ويلي: «د دې سازمان د کڅوړو په اړه له ملګرو ملتونو پرته د نورو بنسټونو اعلاميې ګمراه کوونکې او بې ګټې دي.»

تر اوسه افغانستان ته د ۴۰ ميليوني ډالرو ۲۲ او د ۳۲ ميليوني ډالرو ۳۰ کڅوړي راغلې دي.

د شمېرو له مخې، پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د نړيوالې ټولنې ټولي نغدي مرستې يو ميليارد او ۸۳۳ ميليون ډالرو ته رسېږي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر وړاندې هم ويلي و چې دا پيسې په يوه خصوصي بانک کې د ملګرو ملتونو په مشخصو بانکي حسابونو کې ساتل کېږي او د دې سازمان د بنسټونو له خوا ترې استفاده کېږي او طالبان ورته لاسرسی نه لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه