اطلاعات روز: نیمروز کې یوه ځایي سرچینه وایي، د دې ولایت په مرکز زرنج ښار کې یو بې وزله ماشوم د یخنۍ له کبله ساه ورکړې ده.
سرچینه زیاتوي، دغه ماشوم لس کاله عمر درلود او نن (شنبه، ۲۴ د مرغومي) زرنج ښار کې یخنۍ وژلی دی.
سرچینه وایي، د دغه ماشوم د کورنۍ او ځای په اړه دقیق معلومات نه لري، خو دومره پوهیږي چې د زرنج ښار لارو کوڅو کې به یې د خپلې کورنۍ ګرمولو په موخه کاغذونه او پلاستیکونه ټولول.
د سرچینې په خبره، ماشوم د تېرو څو ورځو یخنۍ له کبله ناروغ شوی او نن یې ژوند بایللی دی.
نیمروز کې د طالبانو مسوولینو په دې اړه څه ندي ویلي او نه یې هم د اطلاعات روز خبریال اړیکې ته ځواب ویلی.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) ويلي چې افغانستان کې به د یخنۍ درجه د اونۍ تر پايه منفي ۳۵ ته ټیټه شي.
دوی ویلي، چې دوی او شریکان یې هڅه کوي چې ترڅو اړمنو ته کرموونکي مواد او د سون توکو لپاره نغدې پیسې ورسوي.
ویل کېږي چې افغانستان کې ۷۹ سلنه کورنۍ کافي ګرموونکو موادو ته لاسرسی نه لري.
په دې وروستيو ورځو کې د کابل په ګډون د افغانستان ډیری ولايتونه له سړې هوا سره مخ دي او دا وضعيت به د وږو کسانو لپاره کار کول نور هم ستونزمن کړي.
