د اسلامي همکاريو سازمان د فوق العاده ناستې اعلامیه: زده کړې يو اساسي بشري حق دی

اطلاعات روز: د افغانستان د وضعيت ارزونې لپاره د اسلامي همکاريو د سازمان اجرايوي کميټې د ښځو پر زده کړو او غير دولتي بنسټونو کې د دوی پر کار تر بنديز وروسته فوق العاده ناسته کړې ده.

دا غونډه پرون چهارشنبه (۲۱ د مرغومي) د سعودي عربستان په جده ښار کې شوې ده.

د اسلامي همکاريو سازمان اجرايوي کميټې په خپله وروستۍ اعلاميه کې په افغانستان کې د انساني بحران او بشري حقونو د ناوړه حالت په اړه ژوره انديښنه ښودلې.

دې کميټې د طالبانو له لوري په پوهنتونونو کې د ښځو پر زده کړو او په غير دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار بنديز د اسلامي شريعت او پيغمبر د سنتو خلاف ګڼلی او د دې پرېکړې په اړه يې ناهيلي څرګنده کړې ده.

د اسلامي همکاريو د سازمان اجرايوي کميټې ټينګار کړی، چې زده کړه يو اساسي بشري حق دی چې هر څوک بايد ترې له کوم تبعيض پرته په برابره توګه برخمن شي او ترې محروم نه کړای شي.

دې کميټې د طالبانو له چارواکو غوښتي چې د ملګرو ملتونو د منشور موخو او اصولو او د اسلامي همکاريو د سازمان منشور ته ژمن پاتې شي.

د اسلامي همکاريو د سازمان اجرايوي کميټې ټينګار کړی، چې طالبان دې ښځو او نجونو ته اجازه ورکړي چې له خپلو حقونو استفاده وکړي او د افغانستان په ټولنيز او اقتصادي پرمختګ کې ونډه واخلي.

دې کميټې د ښځينه پرسونل د کمښت له کبله د بشري مرستو په لېږد کې د اختلال په اړه خبرداری ورکړی دی.

د اسلامي همکاريو اجرايوي کميټې له نړيوالې ټولنې او د اسلامي همکاريو له سازمان څخه غوښتنه کړې چې د افغانستان د وګړو د ژوند ښه کولو په موخه دې تخنيکي او پرمختيايي مرستې وکړي.

دې کميټې غوښتنه کړې چې د اسلامي همکاريو د سازمان د عمومي منشي استازی دې افغانستان ته ولاړ شي، د افغانستان د ملاتړ او د طالبانو پر وروستيو پرېکړو د بيا غور کولو په تړاو دې، د دې سازمان پيغام ورسوي.

د اسلامي همکاريو د سازمان اجرايوي کميټې د طالبانو له لوړپوړو غړو سره د مسلمانو علماوو د ليدنې غوښتنه هم کړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه