ملکانو ته د طالبانو میاشتنۍ تنخواوې؛ ننګرهار کې ملکان دې ډلې ته د کار بدل کې پیسې اخلي

خبریال: جان اغا صالح

اطلاعات روز ورځپاڼې سره خبرو کې د ننګرهار د شیرزادو ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي وایي، په دې ولسوالۍ کې وسله وال طالبان د سیمې قومي مشرانو ته میاشتنۍ تنخواوې ورکوي.

شیرزاد د ننګرهار یو له هغو ولسوالیو شمیرل کیږي، چې له کلونو راهیسې په کې د داعش او طالب وسله والو ډلو ترڅنګ یو شمیر نورې وسله والې ډلې فعالیت کوي.

که څه هم په یاده ولسوالۍ کې افغان ځواکونو په څو ځلي د دولت د وسله وال مخالفینو د ځپل کیدو په موخه عملیات ترسره کړل، خو بیا هم دغه ولسوالي امن نه شوه او لا یې هم ګڼې سیمې د وسله والو طالبانو په ولکه دي.

تازه د شیرزادو ولسوالۍ یو شمیر قومي مشران وایي، په دې ولسوالۍ کې وسله وال طالبان له تیرو څو میاشتو راهیسې د یادې ولسوالۍ ځایي ملکانو ته میاشتني معاشات ورکوي. د یادې سیمې یو قومي مشر ملک دلاور له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، وسله وال طالبان د شیرزادو یو شمیر قومي مشرانو ته په میاشتني ډول له پنځه زره پاکستانۍ کلدارو نیولې تر لس زره کلدارو پورې تنخواوې ورکوي.

هغه اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې ځایي ملکانو ته د معاشاتو د ورکړې لامل د دې ډلې لپاره فعالیت او د هغوی خبرې او پرېکړې منل یادوي. دلاور زیاتوي:« د شیرزادو قومي مشرانو ته وسله وال طالبان د میاشتې معاش ورکوي او دا میاشتنۍ تنخوا یې د کار په اندازه ده، څومره چې د وسله والو لپاره فعالیت کوي او د هغوی خبره او فیصلې مني په هماغه اندازه یې میاشتني معاشونه هم دي.»

د شیرزادو ولسوالۍ یو بل قومي مشر ملک شاه زمان خوږیاڼی اطلاعات روز ورځپاڼې سره خبرو کې په خوږیاڼو او شیزادو ولسوالیو کې د جګړې دوام د وسله والو طالبانو له لوري د ځایي ملکانو ملاتړ یادوي او اندیښنه لري که ولایتي چارواکي د ځایي قومي مشرانو ملاتړ خپل نه کړي لویې امنیتي ننګونې پېښولی شي.

خوږیاڼی زیاتوي: «په شیرزادو کې وسله وال طالبان ملکانو ته د میاشتې معاشونه ورکوي او په همدې یې د ملکانو ملاتړ هم خپل کړی دی او په شیرزادو کې چې کومه جګړه پیل شوې دا د مافیایي ډلو ده او د خپلو ګټو لپاره یې کوي.»

د ننګرهار شېرزادو ولسوالي

خو ولایتي چارواکي وایي، په شیرزادو ولسوالۍ کې د وسله وال طالبانو له لوري قومي مشرانو ته د معاشاتو له ورکړې پوره مالومات نه لري او په دې اړه یې خپلې پوښتنې ګروېږنې روانې کړې دي.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، له امنیتي او استخباراتي مسوولینو سره یې یاده خبره شریکه کړې، چې له څیړنو وروسته به یې جزیات له رسنیو سره شریک کړي.

ښاغلی امرخیل زیاتوي: «مونږ تراوسه په دې اړه پوره مالومات نه لرو خو ولې یاده ستونزه مو له امنیتي ادارو سره شریکه کړې او په دې باندې څیړنې روانې دي چې له بشپړیدو وروسته به یې له رسنیو سره مالومات شریک کړو.»

په همدې حال کې د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له اطلاعات ورځپاڼې سره په خبرو کې ومنله چې په شیرزادو ولسوالۍ کې یو شمېر ځایي قومي مشرانو ته د دوی له لوري میاشتني معاشات ورکول کیږي. نوموړي زیاته کړه یاد معاشات په شیرزادو ولسوالۍ کې د داعش له ماتې وروسته ملکانو ته د ترانسپورټي لګښتونو په بدل کې ورکول کیږي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي: «د جګړو پرمهال چې د چا کورونه وران شوي وو او ځینو ملکانو چې همکاري کړې وه، هغوی ته تګ راتګ او ټرانسپورټ په بدل کې مونږ میاشتنۍ حق الزحمې په شکل میاشتنۍ پېسې ورکوو.»

شیرزاد د ننګرهار یو له هغو ولسوالیو شمیرل کیږي چې په دې وروستیو څو کلونو کې د اعش او وسله والو طالبانو ترمنځ په کې څو ځلي خپل منځي نښتې وشوې، چې تر ډیره یې قربانیان ملکي وګړي وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه