د نجونو زده کړو بنديز پر وړاندې اعتراض؛ د استراليا کرکټ بورډ د افغانستان له لوبډلې سره له لوبې ډډه وکړه

اطلاعات روز: د استرالیا کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سره خپلې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې چې ټاکل شوې وه د کب میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي لغوه کړې دي.

د دې پرېکړي دليل د طالبانو له لوري د نجونو د زده کړو پر بنديز اعتراض کول ښودل شوي دي.

ټاکل شوې وه چې استراليا د هند تر سفر وروسته د سوپر ليګ سياليو په لړ کې له افغان لوبډلې سره په متحده عربي اماراتو کې لوبې وکړي.

خو د استراليا کرکټ بورډ په يوه اعلاميه کې ويلي، چې له خپل دولت سره تر مشورې وروسته دې پايلې ته رسېدلي او اوس مهال نشي کولای چې په هغه سوپر ليګ سياليو کې ګډون وکړي چې د ۲۰۲۳ کال مارچ میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.

اعلامیه زیاتوي، چې دا پرېکړه تر هغه وروسته وشوه چې د طالبانو له لوري د ښځو پر کار، زده کړو، پارکونو او ورزشي ځايونو ته پر تګ بنديز ولګېد.

د استراليا کرکټ بورډ ويلي، چې د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د کرکټ ودې ته ژمن دي او په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حالت ښه کولو لپاره به د افغانستان له کرکټ بورډ سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

دا په تېرو دوو کلونو کې دويم ځل دی چې د استراليا کرکټ بورډ له افغانستان سره دوه اړخيزې لوبې د ښځو په اړه د طالبانو د سياستونو له کبله لغو کوي.

تر دې وړاندې هم په پام کې وه چې ۲۰۲۱ کال کې د دواړو اړخونو تر منځ لوبې وشي، خو لغو شوې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه