د هلمند ګرمسېر خلک دغې ولسوالۍ ته د غځیدلي سړک د رغېدو غوښتنه کوي

انځور: استول شوی

اطلاعات روز: ګرمسېر ولسوالۍ چې د هلمند لښګرګاه ښار د سویل په ۶۶ کیلو مترۍ کې پرته ده، خلک یې شکایت کوي چې په تېر او اوسني حکومت کې ورته هیڅ پاملرنه نه ده شوې او له هر ډول خدماتو څخه بې برخې دي.

د ګرمسېر اوسيدونکي وایي، د نورو خدماتو نشتون ترڅنګ یې ولسوالۍ ته غځیدلی سړک دومره کنډ و کپر دی چې نه یوازې موټر پرې سم تګ-راتګ نشي کولای بلکې د ګرد له لاسه د شاوخوا کورونو اوسیدونکي هم تنګ راغلي دي.

د دې ولسوالۍ يو اوسيدونکی محمد قيوم وايي، چې د ګرمسېر د ويجاړې لارې له کبله د ډیرو ستونزو سه مخ دي او ناروغان يې پر وخت مرکز لښکرګاه ته نه رسيږي.

هغه وايي، چې د پخوا په پرتله اوس پر دغه لویه لار د موټرو تګ-راتګ زيات شوي او جغل اندازي هم له تيرو څو کلونو راهیسې نه ده شوې.

نوموړي وويل: «موږ يو ناروغ په ډيرو ستونزو تر لښکرګاه پورې رسوو اوس موټران زيات شوي لاره ډيره خراب ده پخوا به د دغې لارې د جغل اندازۍ چارې ترسره کيدلې خو اوس دغه څو کاله کيږي چې هيڅ پام ورته نه دی شوی.»

دغه راز د دې ولسوالۍ يو بل اوسيدونکی غلام سرور وايي، چې د دې سړک له جوړېدو سره به نه یواځې د ناروغانو د مړیني په کچه کي د پام وړ بدلون راشي بلکې د یادو ولسوالیو کرنیز حاصلات به هم تر لښکرګاه ښار پورې په کم وخت کې ورسېږي.

د هغه په خبره، دغه لار نه يوازې چې سړک يې کنډ و کپر دی بلکې دومره تنګ دی چې دوه موټر پرې څنګ پرڅنګ تګ راتګ نشي کولی.

نموړي د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې ديادې لارې د اساسي رغيدو لپاره دې کار وکړي ترڅو په راتلونکي کې خلک له دغه ستونزې څخه خلاص شي.

د هلمند ولایت لښکرګاه څخه ګرمسېر ولسوالۍ ته غځېدلی سړک. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

هغه وویل: «دغه لاره ورغول شي خو تر يو څه وخت تيريدو وروسته بیا ځلي خرابه شي په کار داسې ده چې د جغل اندازۍ پر ځای دې د دې لارې اساسي رغونه وشي ترڅو د خلکو دغه ستونزې حل شي.»

د دې ولسوالۍ يوه بل اوسيدونکی اخترمحمد هم ورته خبره کوي او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې ياده لار ورته جوړه کړي.

هغه وایي: «هرکال چې ژمی راځي دغه لاره زياته خرابیږي بارانونه کيږي موږ هم د خوراکي توکو او هم د ناروغانو انتقال ته انديښمن يو زموږ ټولې ستونزې په دغه لارې پورې تړلې دي که مو لاره جوړه شي بیا به زموږ زياتې ستونزې حل شي.»

په ورته وخت کې هلمند کې د طالبانو مسوولين هم د خلکو دغه ستونزې مني او زياتوي چې د ګرمسېر لارې د اساسي رغيدو لپاره يې جدي هلې ځلې پېل کړې دي.

په دي ولايت کې د ټولګټو چارو رياست د حفظ او مراقبت مسوول انجینر نثار احمد وايي، چې یاده ستونزه مو د حل په موخه د وزارت تر موولینونه رسولې ده.

د ده په خبره، د یاد سړک جوړېدل بودیجې ته اړتیا لري خو د اوس لپاره موږ د دې سړک لپاره په کافي اندازه بودیجه نلرو.

هغه وايي چې د دغې ولسوالۍ د کنډ و کپر سړک د جغل اندازۍ چارې به ژر تر ژره پېل کړي ترڅو تر يو بريده د خلکو ستونزې حل شي.

نوموړي وويل:«د دغې ولسوالۍ خلکو موږ ته عریضه هم کړې وه چې هغه عريضه او يو پیشنهاد موږ د ټولګټو چارو وزارت مقام ته ليږلي د اوس لپاره موږ د جغل اندازۍ لپاره پلان لرو سيمې ته مو ساختماني وسايل ليږلي چې ژر به يې کار پېل شي.»

يوازې د هلمند ګرمسېر ولسوالۍ نه ده چې خلک يې دسړکونو او نورو خدمتونو څخه شکايت کوي بلکې د دې ولايت د ګڼو ولسواليو اوسيدونکي له ډيرو خدمتونو څخه بې برخې دي او غوښتنه کوي چې د طالبانو حکومت دې ورته پاملرنه وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه