د لوګر او پکتیا پوهنې ریاستونو ته څه باندې شپږ سوه زره ټوکه کتابونه رسېدلي

اطلاعات روز: لوګر او پکتیا ولایت کې د طالبانو د پوهنې ریاستونو مسوولینو ویلي چې د پوهنې له وزارت دوی ته له ۶ سوه زره ټوکه ډېر درسي کتابونه رسېدلي دي.

د لوګر ولایت لپاره د طالبانو د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې دوی ته له اول تر دولسم ټولګي پورې لومړۍ چوپه ۲۰۳۸۱۹ ټوکه کتابونه انتقال شوي چې په وینا یې په راتلونکي کې به  ۳۳۴۹۰۰ نور کتابونه هم دغه ریاست ته واستول شي.

د دغه ریاست تدریسي مرستیال عبیدالله هشام زیاته کړې چې دوی ته په را انتقال شویو درسي کتابونو کې په پښتو او دري دواړو ژبو شامل دي چې ډېر ژر به د مرکز پل عالم او اړونده ولسوالیو ښوونځیو ته واستول شي.

ورته مهال پکتیا ته هم د طالبانو د پوهنې وزارت له لوري ۴ سوه زره جلده کتابونه سپارل شوي دي، په دې ولایت کې د طالبانو د پوهنې رییس عبدالوکیل خالد په جوړو شویو مراسمو کې ویلي چې په دې سره به د زده کوونکو د درسي بهیر په وړاندې د کتابونو د کمښت رامنځته شوې ستونزه هواره شي.

نوموړي همدا راز ویلي په نږدې راتلونکي کې به ۴۱۹۹۸۲ نور کتابونه هم راورسیږي چې هم مهاله به د مرکز او ولسوالیو د پوهنې ریاست اړوند آمریتونو ته له پلان سره سم واستول شي.

په لوګر او پکتیا ولایتونو کې د دولتي ښوونځيو زده کوونکي د کتابونو په انتقال خوښ دي او وايي، راتلونکی تعلیمي کال به د تېر په څېر د کتابونو له کموالي سره نه مخ کیږي.

د لوګر ولایت د مرکز پل عالم اړوند بي بي آمینې لېسې یو زده کوونکي نورالله اطلاعات روز ته وویل، چې دوی تېر تعلیمي کال تر نیمايي ډېر کتابونه نه درلودل او په خبره یې چې له همدې امله یې درسي بهیر خورا منفي اغېزمن شوی و.

د پکتیا ولایت د جانخېلو ولسوالۍ د لسم ټولګي زده کوونکي شمال هم د کتابونو په رارسېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې د راتلونکي تعلیمي کال له پېل سره سم باید دوی له ټولو کتابونو برخمن شي.

اوس مهال په لوګر او پکتیا ولایتونو کې زرګونه زده کوونکي په دولتي ښوونځیو کې زده کړې کوي خو د کتابونو، مسلکي ښوونکو، سرپنا او نورو اړینو امکاناتو د کموالي له امله یې هر کال درسي بهیر له ګڼو ستونزو او خنډونو سره مخ وي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه