یوې ننګرهارۍ نجلۍ د لندن یوه پوهنتون څخه په سرطاني ناروغیو کې د دوکتورا سند ترلاسه کړ

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې یوې نجلۍ پري ګل شینوارې د لندن یوه معتبر پوهنتون څخه په سرطاني ناروغيو کی د دوکتورا سند تر لاسه کړ.

نوموړې په خپله فیسبوک پاڼه د خپل فراغت تصویرونه خپاره کړي او لیکلي یې دي، چې د انګلستان د یوه معتبر Queen» Marry» پوهنتون څخه یې د سرطاني نارغیو په برخه کې د دوکتورا سند ترلاسه کړی دی.

شینوارې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په بندیدو هم خواشیني ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې تعلیم د هر افغان نارینه او ښځې حق دی.

شینوارې زیاته کړې: «تعلیم د هر افغان نر او ښځی حق دی په داسی وخت کښی چی افغانستان کی د نجونو په زده کړو بندیز دی، د الله په فضل سره ما وکولای شو چی نن دانګلستان د یو معتبر Queen Marry پوهنتون نه رسماً د دکتورا سند ترلاسه کړم او په همدې پوهنتون کښی منحیث د استادی وظیفه واخلم.»

د نوموړې یادو څرګندونو په ټولینزو رسینو کې د طالبانو پر وړاندې د افغانانو توند غبرګونونه راپارولي او ګڼو یې په خپلو لیکنو سره طالب چارواکي ننګولي او ورته یې ویلي، چې د افغان نجونو ته دې د زده کړو اجازه ورکړي.

د سهار ګل امیرزي په نامه یو کس په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: « د دوکتورس پري ګل شینوارې خبر بیا زما لپاره لا نور هم خوندور او جالب هله شو چې په اورېدو یې زما کوچنۍ خور هاجره شینوارې چې سږکال د معالجوي طب دریم ټولګي ته په لومړۍ درجه بریالۍ شوې او اوس د امرثاني په انتظار په کور ناسته ده، هیله منده او مسکۍ شوه.»

یو بل ټولنیز فعال او پخواني خبریال محمد زمان سهیل بیا طالبانو ننګولي او ورته یې ویلي یې دي، چې افغاني کلتور د زده کړو پر وړاندې هیڅ کله خنډ نشي کیدلی.

سهیل زیاتوي:«د افغان لوریانو د زدکړو او پرمختګونو خبرونه که څومره وروسته واورېدل شي، بیا هم نوي او هیله بخښوونکي دي او باید خوښۍ پرې وکړو.
د ننګرهار د هسکې مېنې له غرنۍ سیمې را ولاړې شوې پېغلې آن په معتبر بهرني پوهنتون کې د دوکتورا زدکړې پوره کړې.  حجاب او پرده یې لا تر ټولو بهتره ده.
افغان کلتور د زدکړو پرمخ هیڅ کله خنډ نشي کېدلی.»

پري ګل شینوارې اصلا د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ د « مورګۍ» کلي اصلي اوسېدونکې ده.

نوموړې داسې مهال د نړۍ له یو معتبر پوهنتون څخه د دوکتورا سند ترلاسه کوي، چې طالبانو د هیواد په پوهنتونونو او ښوونځیو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګلولی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه