اطلاعات روز: د جرمني دولت اعلان کړی چې د افغانستان پنځه زره ښځو او نجونو ته د سيمې په هيوادونو کې د لوړو زده کړو زمينه برابروي.
د دويچه ویله د راپور له مخې، ټاکل شوې چې جرمني د دې برنامې پر تمويل اووه ميليونه يورو لګښت وکړي.
د دې راپور سره سم، د جرمني د اکاډميکو تبادلاتو موسېسه (DAAD) او د دې هيواد د اقتصادي او پرمختيايي همکاريو وزارت به تر ۲۰۲۷ کال پورې د افغانستان تر پنځه زره زياتو ښځو او نجونو ته په پاکستان، قرقیزستان او بنګله ديش کې د لوړو زده کړو زمينه برابروي.
د لوړو زده کړو د دوام لپاره د تحصيلي بورسونو ليسانس دورې به په بنګله ديش، ماسټري په قرقيزستان او د لسانس او ماسټرۍ دورې به پاکستان کې کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په پوهنتونو کې د نجونو پر زده کړو تر امر ثاني پورې بنديز لګولی دی.
دې ډلې تر اوسه تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ده ورکړې.
