اطلاعات روز: زابل کې د طالبانو مسوولین وایي، د دغه ولایت په میزانې ولسوالۍ کې یو تازه جوړ شوی چیک ډیم د بې کیفیته ساختماني موادو د کارولو له امله اوبو نړولی دی.
زابل کې د طالبانو د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس حکمت الله رهبر وایي، یاد بند تېره ورځ (دوشنبه، ۱۹ د مرغومي) داسې مهال اوبو وړی چې لا یې هم وروستي کارونه پاتې و.
نموړی زیاتوي، د اوبو د ذخيره کولو پردې بند نږدې اتیا زره امريکايي ډالره لګښت راغلی و او ټولې چارې يې د زابل د زراعت رياست تر چتر لاندې د DRC موسېسې له لوري پرمخ وړل کېدې.
د ده په خبره، له خپلو ساختماني انجينرانو سره تر يوې لنډې سروې وروسته دې پايلې ته رسېدلي چې د دغه بند په جوړېدو کې له بې کيفيته ساختماني موادو ګټه اخيستل شوې.
رهبر وویل، یاده موسېسه د زابل د مرکز قلات په ګډون ددې ولايت په درې نورو ولسوالیو کې هم د بندونو او چيک ډيمونو د جوړېدو چارې پر غاړه اخيستي دي.
ومو غوښتل په دې اړه زابل کې د ډې ار سي موسېسې نظر هم له ځان سره ولرو خو له ډېرو هڅو سره–سره بریالي نشو.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې دغه ولایت کې یو پُل تر جوړیدو یوه اونۍ وروسته ویجاړ شوی و.
