د اوکراين جګړې لپاره د خليل‌زاد وړانديز: د سياسي حل لپاره دې د خبرو دروازې پرانستل شي

FILE PHOTO: The U.S. special envoy for Afghanistan, Zalmay Khalilzad, speaks during a debate in Kabul, Afghanistan, April 28, 2019. REUTERS/Omar Sobhani/File Photo

اطلاعات روز: د افغانستان د سولې په چارو کې د امريکا پخواني استازي زلمي خليل‌زاد چې له طالبانو سره د خبرو او د دوحې تړون د لاسليکولو تجربه لري، د اوکراين جګړې د «سياسي حللارې» لپاره د خبرو د دروازو پرانستل غوښتي.

نوموړي نن (سې‌شنبه، ۲۰ د مرغومي) په يوه ټويټ کې ليکلي: «زموږ (امريکا) رول د پوتين د لګښتونو په زياتولو کې مهم دی، خو بايد هوښياري وکړو او د يوه داسې سياسي حل لپاره دروازې پرانيستې وساتو چې زموږ د نړيوالو اوږد مهالو ګټو يعنې ثبات او امنيت لپاره مهم وي.»

خليل‌زاد پر نشنل انټرسټ په خپله خپره کړې مقاله کې هم دا وړانديز کړی دی. نوموړی په دې مقاله کې ملګرو ملتونو ته د امريکا پخوانی استازی معرفي شوی، په داسې حال کې چې دی په خپله وروستۍ دنده کې د افغانستان د سولې په چارو کې د امريکا ځانګړی استازی و او د دوحې د تړون را منځته کوونکی بلل کېږي.

د اوکراين د جګړې په اړه د خليل‌زاد څرګندونو د افغان ټويټر کاروونکو نيوکې را پارولي دي.

د ټويټر يوه کاروونکي د خليل‌زاد تر ټويټ لاندې ليکلي چې امريکا کولای شي د نوموړي له تجربو د سياسي حل لپاره ګټه واخلي، «ايا افغانستان ښه بېلګه نه ده؟»

يوه بل کس ليکلي: «د دوحې په څېر د يوه بل تړون را منځته کول څرنګه دي؟ ايا فکر کوئ چې پوتين بدل شوی دی، لکه څرنګه چې مو انګېرله طالبان بدل شوي دي؟»

يوه بل کس په فارسي خليل‌زاد ته په خطاب کې ليکلي چې «په خپله خو دې سياسي حل وشرماوه».

يوه بل کاروونکي پسې ليکلي، چې که خليل‌زاد په راتلونکو دریو مياشتو کې له پوتين سره د يوې معاملې لپاره د مسوول کس په توګه وټاکل شي «نو د دوحې د تړون په څېر يو بل شرموونکی تړون به لاسليک کړي.»

د دوحې تړون د خليل‌زاد د مذاکراتو په پايله کې تر لاسه شو او له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتلو ته يې لار برابره کړه او له کبله يې د افغانستان پوځ او دولت وپاشل شول.

خليل‌زاد بيا – بيا له دې تړون څخه دفاع کړې ده او د افغانستان سياستوال يې پړ ګڼلي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه