د لوګر او پکتیا قومي مشران: د طالبانو حکومت دې عدالت پلي کړي

اطلاعات روز: د سویل ختیځ زون په پکتیا او لوګر ولایتونو کې لسګونه قومي مشرانو په جوړو شویو غونډو کې له طالبانو غوښتنه کړې چې په دولتي ادارو کې دې عدالت تامین او د خلکو ستونزو او غوښتنو ته دې رسېدنه وشي.

په لوګر ولایت کې د مرکز پل عالم او بېلابېلو ولسوالیو مخورو ویلي، خلک حقیقي اسلامي نظام پلې کېدل غواړي او له طالبانو یې په ځینو مسایلو کې د خپلسرو او د ولس له خوښې پرته د ځینو پرېکړو په کولو هم نیوکې کړي.

د دغه ولایت ځايي مخور وايي، ولس له اقتصادي ستونزو سره مخ دی او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دوی همدا راز په رغنیزه برخه کې لوګر ته د مرکزي ادارې په ځانګړې پاملرنې هم ټینګار وکړ او ویې ویل، چې په مرکز پل عالم او ځینو لېرې پرتو ولسوالیو کې خلک په کرنې او نورو برخو کې ځینو پروژو پلې کېدو ته اړتیا لري.

په همدې حال کې په پکتیا ولایت کې هم ګڼو مشرانو په ورته غونډه کې د طالبانو له حکومت غوښتنه کړې چې په خپل نظام کې عدالت پلی کړي.

دوی څرګنده کړې چې پکتیا په تېرو نظامونو کې هم له پامه غورځول شوې وه او د طالبانو له دوه کلنې دورې تېرېدو وروسته هم ورته په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پاملرنه نه ده شوې.

پکتیا والو همدا راز د طالبانو د حکومت له مشرانو غوښتنه کړې، چې خلکو په ورځني ژوند کې د ستونزو جوړېدو پر ځای باید هغوی ته اسانتیاوې رامنځته شي.

په همدې ناستو کې د طالبانو د قومونو، سرحدونو او قبایلو چارو وزارت چارواکو هم ګډون کړی و او په خپلو خبرو کې یې د قومونو په یووالي ټینګار وکړ.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه