اطلاعات روز: د فارياب ولايت اندخوی ولسوالۍ کې سرچينې وايي، چې د نظامي طالبانو يوه رنجر موټر په دې ولسوالۍ کې يو اته کلن هلک لاندې کړی دی.
يوې سرچينې اطلاعات روز ته وويل، چې دا پېښه تېره ورځ (جمعه، ۱۶ د مرغومي) مازديګر مهال د اندخوی ولسوالۍ په مرکز تغاچي واټ کې شوې ده.
د سرچينې په وينا، د دې اته کلن ماشوم نوم پرويز و او په دې پېښه کې یې ژوند بایللی دی.
سرچينه زیاتوي، چې د طالبانو د دې رنجر موتر تړاو د طالبانو له الفتح ۲۰۹ قول اردو سره و او پرويز يې پر سړک د تېرېدو پر مهال لاندې کړ.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د طالبانو رنجر موټر د ميمنې ښار په دم قول سيمه کې يو ځوان وهلی او مړ کړی و.
د هيواد له مختلفو سيمو څخه د طالبانو د نظامي خلکو په اړه شکايتونه کېږي چې موټر په لوړ سرعت او بې احتياطۍ چلوي.
