اطلاعات روز: طالبانو د آمو سیند د نفتي حوزې استخراج چينايي شرکت «CPEIC» ته ورکړ.
د دې پروژې تړون نن (پنج شنبه، ۱۵ د مرغومي) په کابل کې لاسليک شو. د دغه تړون موده ۲۵ کاله ده.
د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست وزير شهاب الدين دلاور وویل، چې چينايي شرکت به د سرپل، جوزجان او فارياب ولايتونو په قشقرې، زمردسای، بازار کمي، آق دريا او انګوت سيمو کې د څلور زره او ۵۰۰ متره مربع په مساحت نفت استخراج کړي.
په دې سيمو کې د ۸۷ ميليون بيلره تيلو اټکل شوی دی.
د طالبانو د کانونو او پتروليم وزارت سرپرست زیاتوي، چې د دې تړون پر اساس به د تيلو او نفتي موادو پروسېس په خپله په افغانستان کې کېږي.
د ده په وينا، له دې تړون سره سم به قراردادي شرکت لومړی کال د ۱۵۰ ميليون ډالرو پانګونه کوي او په راتلونکو درې کلونو کې به دا پانګونه ۵۴۰ ميليون ډالرو ته ورسېږي.
د دلاور په خبره، چې د دې پروژې په تطبيق سره به درې زرو کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي.
طالبانو د افغانستان د مس عينک کان استخراج هم چين ته ورکړی دی.
د مس عينک کان د افغانستان د مسو تر ټولو لوی معدن دی او په نړيواله کچه د مسو دويم لوی معدن دی. دا معدن د لوګر په محمد آغې ولسوالۍ کې دی.
