اطلاعات روز: د کندهار ښار عینو مینه کې ليوني سپيو یو ماشوم داړلی او مړ شوی دی.
عینو مېنې ښارګوټي کې د طالبانو ځايي امنيتي مسوولين وایي، تېره شپه (سې شنبه، ۱۳ د مرغومي) ناوخته ليوني سپيو يو بیچاره ماشوم چې کاغذونه یې ټولول داړلی او ساه یې ورکړې ده.
د دوی په خبره، تراوسه د دغه ماشوم د کورنۍ په موندلو کې نه دي بريالي شوي چې څوک او د کوم ځای دی.
ورته مهال د کندهار اوسېدونکي د ليوني سپيو له ډېرېدو په تنګ شوي او له ښاروالۍ غوښتنه کوي ترڅو مخنيوی يې وکړي.
د کندهار اوسېدونکي وایي، د شپې ناوخته او سهار وختي د لیوني سپیو د ډیریدو له امله له خپلو کورونو نشي وتلی.
د يادونې وړ ده چې تردې وړاندې د کندهار ښاروالۍ د ليوني سپيو د راټولولو کمپاین پېل کړی و خو له څو ورځو ځنډ وروسته بېرته دغه کمپاين بند شو چې اوس یې خلک د دوامداره کېدو غوښتنه کوي.
