د معلولينو د معاش نه ورکړه؛ کندوز کې معلولين: اړ يو چې خيرات ټول کړو

اطلاعات روز: کندوز ولايت کې يو شمېر معلولين وايي، چې خپل کلني حقوق يې نه دي ترلاسه کړي او له بد اقتصادي وضعيت سره مخ دي. دوی وايي، چې د ډوډۍ موندلو لپاره اړ دي چې فقر وکړي.

د کندوز ښار اوسېدونکی محمد عظيم چې له شوروي سره د مجاهدينو د جګړې پر مهال يې يوه پښه بايللې وايي، چې د جمهوريت په وختونو کې يې هر کال ۶۰ زره افغانۍ معاش تر لاسه کاوه؛ خو د ده په وينا چې روان کال يې يوازې ۱۸ زره افغانۍ تر لاسه کړې دي.

دی وايي، چې د طالبانو مسوولينو ورسره ژمنه کړې چې ۱۸ زره نورې افغانۍ به هم ورته ورکړي؛ خو تر اوسه دا ژمنه نه ده عملي شوې.

محمد عظيم وايي، چې د معاش د ځنډ او کمېدلو لامل يې نه دی روښانه.

د ده په خبره، چې د طالبانو مسوولين د خپلې ډلې معلولينو ته پام کوي او نور معلولين له پامه غورځوي.

دی زياتوي، چې اوس مهال د سون مواد نه لري، د ورځې په ښار کې خيرات ټولوي تر څو د يو څو وچو ډوډيو پيسې پيدا کړي.

شير محمد په کندوز کې يو بل معلول دی او د جګړې له امله يې يوه سترګه بايللې، دی هم معلولينو ته د طالبانو د حکومت له نه پاملرنې شکايت کوي.

د ده په وينا، طالبانو يې د حقونو د ورکړې ژمنه کړې؛ خو يو کال تېرېږي او تر اوسه د دوی د حقونو په اړه هيڅ خبر نشته.

شير محمد زیاتوي، چې ډېرې سختې ورځې تېروي. دی وايي چې له بشري مرستو هم بې‌برخې شوی دی.

خو په کندوز کې د طالبانو د شهيدانو او معلولينو رياست وايي، چې ټولو معلولينو ته رسيدګي کوي.

د دې رياست په وينا، په کندوز کې درې زره او ۵۵۰ معلولين ثبت دي او سږ کال يو زر ۸۰۰ نفرو ته د شپږو مياشتو معاش ورکړل شوی چې د تېر دولت معلول سرتېري، ملکي افراد او طالبان هم پکې شامل دي.

د معلولينو او متقاعدو کارمندانو معاشونه په ځينو نورو ولايتونو کې هم نه دي ورکړل شوي. دليل يې روښانه نه دی؛ خو داسې ښکاري چې د طالبانو حکومت د بودیجې له کمښت سره مخ دی.

د معلولينو د معاش د ورکړې په بهير کې د تبعيض ادعاوې هم کېږي. ځيني معلولين وايي، چې طالبان خپلو جنګي معلولينو ته پام کوي، او پخواني معلولين له پامه غورځوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه