د رسنيو غيابي محکمې؛ د خبریالانو فدراسیون: د طالبانو دا اقدام غير شرعي او غير قانوني دی

RSF

اطلاعات روز: د افغانستان د خبريالانو فدراسيون او رسنيزو بنسټونو د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ وزارت د رسنيو د څار رييس عبد الحق حماد څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي، چې له بهره د فعالیت کوونکو رسنيو مسوولين په غياب کې محاکمه کول غير شرعي او غير قانوني دي.

عبدالحق حماد هغه رسنۍ چې له بهره فعاليت کوي د طالبانو پر ضد په تبليغ او د «نظام په تخريب» تورنې کړي او ويلي يې دي چې دا رسنۍ به محاکمه کېږي او ژر به يې په اړه پرېکړه اعلان شي.

د تېر لمریز کال زمري/اسد مياشت کې پر افغانستان د طالبانو تر بيا واکمنېدو وروسته، يو شمېر رسنيو د طالبانو په خوښه د خپرونو کول نه دي منلي او له هيواده دباندژ يې خپل فعاليت ته دوام ورکړی دی.

د طالبانو په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د رسنيزو خپرونو د څار رييس ويلي: «د دې رسنيو په اړه پرېکړه شوې، موضوع تر محکمې رسيدلې او په څو ورځو کې به يې محکمه په اړه پرېکړه وکړي او دا پرېکړه به اعلان شي.»

د افغانستان د خبريالانو فدراسيون او رسنيزو بنسټونو ويلي چې په اسلام کې غيابي محکمه «يوازې د حق د ضياع پر وخت روا ده» نور په هيڅ حالت کې هم غيابي محکمه جواز نه لري.

د دې فدراسيون په وينا، د بشري حقونو نړيوال قوانين هم غيابي محکمه يوازې د حق د ضياع پر مهال په رسميت پېژني.

د خبريالانو د فدراسيون او د افغانستان د رسنيزو بنسټونو په باور، په دې اړه د طالبانو هر ډول اقدام غير شرعي او غير قانوني دی، ځکه «دلته د حق د ضياع مصداق روښانه نه دی.»

دې فدراسيون ويلي، چې له کمونيستي نظام پرته د افغانستان ټولو قوانينو غيابي محکمه د حق د ضايع کېدو پر مهال تاييد کړې او له دې څخه سياسي استفاده يې غير قانوني بللې.

دغه راز د خبريالانو فدراسيون ويلي، اوس مهال په افغانستان کې هيڅ ډول قانون نشي پلي کېدای او طالبان حنفي فقه د خپلو حقوقي کړنو لپاره د اصل په توګه مني.

د دې فدراسيون په وينا چې حنفي فقه هم د غيابي محکمو په تړاو د حق د ضياع اصل په رسميت پېژني.

د خبريالانو فدراسيون ويلي، چې غيابي محکمې د ديکتاتورو نظامونو له لوري په ټولنه کې پر فردي او ټولنيزو ازاديو د فشار د يوې وسيلې په توګه کارېږي او له نړيوالو قوانينو سره سم د بشري حقونو نقض بلل کېږي.

د خبريالانو فدراسيون او د افغانستان رسنيزو بنسټونو له ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو د «تاوتريخجنو» اقداماتو مخنيوی وکړي او رسنيز حقوق دې په افغانستان کې ضايع کېدو ته نه پرېږدي.

طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته پر رسنيو او خبريالانو ګڼ بنديزونه لګولي دي. د افغانستان د خبريالانو د مرکز له موندنو سره سم، د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ۶۰۰ ږغيزو، چاپي، انځوريزو او پر ليکه رسنيو څخه نيمايي او يا تر دې هم زياتې د طالبانو د بنديزونو له کبله تړل شوې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه