اطلاعات روز: د پاکستان دفاع وزير خواجه آصف ويلي، چې له اسلام اباد سره د طالبانو د ژمنې بر خلاف د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کارېږي.
نموړي له طالبانو غوښتي، چې د دوحې تړون ته دې ژمن پاتې شي. دا تړون د طالبانو او امريکا تر منځ لاسليک شوی او طالبانو په هغه کې ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به د نورو هيوادونو پر ضد نه کاریږي.
د پاکستان دفاع وزير د دې هيواد د ملي امنيت د غونډې پای ته رسېدو وروسته په ټلويزیوني خبرو کې ويلي، چې د طالبانو حکومت له اسلام اباد سره ژمنه کړې، چې د افغانستان له خاورې به د پاکستان پر خلاف استفاده نه کېږي.
د ده په خبره، د پاکستان نظامي چارواکو ويلي چې د دې هيواد او پاکستاني طالبانو تر منځ خبرو هيڅ مثبته پايله نه ده ورکړې.
د جيونيوز له راپور سره سم، پرون (دوشنبه، ۱۲ د مرغومي) د پاکستان ملي امنيت شورا د دې هيواد د لومړي وزير شهباز شريف په مشرۍ غونډه کړې او اعلان يې کړی، چې هيڅ هيواد اجازه نه لري چې تروريستانو ته ځای او اسانتياوې برابرې کړي او پاکستان د خپلو خلکو د ساتنې لپاره ټول حقوق لري.
دا په داسې حال ده کې چې پاکستان په خپله د تروريزم په ملاتړ تورن دی. د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن په پاکستان کې ووژل شو.
همدا راز پاکستان په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان د طالبانو اصلي ملاتړی هم ګڼل کېږي؛ ان تر دې چې طالبان د پاکستان نيابتي لښکر هم بلل کېږي.
داسې ښکاري چې د دواړو اړخونو تر منځ په دې وروستيو کې اړيکې خړې شوې دي.
وړاندې د پاکستان د کورنيو چارو وزير ويلي و چې د افغانستان طالبان بايد د پاکستاني طالبانو پټن ځايونه ختم کړي، که نه نو پاکستان به په خپله اقدام وکړي.
د طالبانو دفاع وزارت دې څرګندونو ته په خپل غبرګون کې ويلي و چې افغانستان بېڅښتنه نه دی او په دې هيواد کې د پاکستاني طالبانو شتون يې بې اساسه ادعا ګڼلې وه.
