د پاکستان او افغانستان پر سرحدي کرښه د ۲۸ مسافرو ناڅرګند برخليک؛ تر اوسه درې جنازې موندل شوي

اطلاعات روز: یوه سرچينه وایي، ۲۸ مسافر چې ډیری یې له هزاره قوم څخه و، غوښتل يې له افغانستانه پاکستان ته قاچاقي ولاړ شي، د دواړو هيوادونو تر منځ پر پوله ورک شوي دي.

دې سرچينې نن (دوشنبه، ۱۲ د مرغومي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې له دې مسافرو د درې تنو مړي چې يو د ده ورور دی، موندل شوي او د پاکستان کوټې ښار ته انتقال شوي دي.

د سرچينې په وينا چې څلور ورځې وړاندې يې يې د ځان په شمول له ۳۱ نورو کسانو سره اراده درلوده چې د دوو قاچاقبرانو عبدالله او واسع په وسيله له افغانستانه پاکستان ته سفر وکړي.

سرچينه زياتوي، چې له دې ډلې ۲۸ نفره په يوه «ډاکسن» موټر کې ځای پر ځای شول، خو د ده په شمول درې نفره پاتې شول. د سرچينې په وينا، له دې ۲۸ نفرو څخه ۲۱ یې هزاره و، چې له تېرو څلور ورځو راهيسې ورک دي.

سرچينه زياتوي، چې له ۲۸ نفرو څخه د درې تنو مړي په داسې حال کې موندل شوي چې يخ وهلي و. دا درې نفره په بې رحمانه توکه شکنجه شوي او وژل شوي دي.

د سرچينې په وينا، له قاچاقبرانو څخه يوه يې اړيکه نيولې او ويلي يې دي چې ورک افراد له پاکستاني نظاميانو سره دي. ده وويل چې تر دې وروسته پاکستاني نظاميانو ته ورغلی او د خپل ورور جنازه ځني تحويل کړې.

قربانيانو ته يوه نږدې کس وويل، چې زما په اند ټول ۲۸ نفر وژل شوي او مړي يې د پاکستان له نظاميانو سره دي.

ده وويل، چې د يوه – يوه مړی پيدا کېږي او د پاکستان حکومت هڅه کوي چې دا قضيه پټه کړي.

تر اوسه د دې مسافرو د قتل انګېزه نه ده روښانه شوې. سرچينه وايي چې پاکستاني نظاميان او قاچاقبران د مسافرو په وژنه کې لاس لري.

سرچينه په عين حال کې ادعا کوي، چې هزاره مسافر د «هزاره والي» په جرم وژل شوي دي.

ده وويل: «په خپله د يوې داسې صحنې شاهد وم چې يو هزاره پر سر د پاکستان د ايف‌سي (پاکستاني نظاميان) له خوا پر سر يوازې له دې کبله ووهل شو چې هزاره و … دا کس ووژل شو او جنازه يې کوټې ته انتقال شوه.»

د پاکستان او طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه