اطلاعات روز: لوګر ولایت کې د سېلابونو له امله د دغه ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې زیانمن شوي خلک غوښتنه کوي چې سړې هوا ته په کتو دې ورسره د سرپناه او نورو لومړینو توکو مرسته وشي.
د دغې ولسوالۍ د شینکۍ، تلخانې، دوبندې، اسلام دره، مڼې کلي، ابتک او بالادې سیمو اوسېدونکو په خبره چې تېرو سېلابونو یې کورونو، ځمکو او نورو ځایونو ته سخت زیانونه اړولي، خو د څو میاشتو له تېرېدو وروسته یې هم شته ستونزو ته په دې برخه کې کافي پام نه دی شوی.
د خوښۍ ولسوالۍ د شینکۍ سیمې یو اوسېدونکي خیر محمد اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د سرپناه نشتون له امله په خېمو کې ژوند کوي چې دې چارې یې ماشومان د سړې هوا له کبله په بېلابېلو ناروغیو اخته کړي دي.
نوموړی له نړیوالو موسېساتو او د لوګر لپاره د طالبانو له ولایتي ادارې د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.
هغه وویل: «دلته مونږ له ستونزو سره مخ یو، درې څلور میاشتې تېرې شوې چې کورونه مو د سېلابونو له امله نړېدلي خو تر اوسه زمونږ ستونزو ته پام نه دی شوی او شوې مرستې هم کافي نه وې. مونږ اوس په خېمو کې ژوند کوو او هوا ډېره سړه ده تاسو پوښتنه کولی شئ چې څومره ماشومان په ناروغیو اخته شوي دي، نو هیله کوو چې زمونږ ستونزو ته پام وکړي.»
د دې ولسوالۍ د بالادې یو بل اوسېدونکي جمیل د ژمي سړې هوا ته په کتو له اړونده ادارو د سون توکو او روغتیايي موادو برخه کې د همکارۍ او مرستې غوښتنه وکړه. هغه وویل که له دوی سره ژر تر ژره بېړنۍ مرستې و نشي نو ځايي خلک به لا ډېر په ستونزو کې راګېر شي.
جمیل اطلاعات روز ته وویل: «دلته تر ټولو مهمه اړتیا د سرپنا نشتون دی، مونږ خېمو کې ژوند کوو، نو ژمي کې خلک په کورونو کې ژوند نشي کولی، هیله مو دا ده چې د سېلاب ځپلو خلکو ستونزو ته باید ځانګړې پاملرنه وشي.»
و مو غوښتل چې په دې اړه په لوګر ولایت کې د طالبانو د ولایتي ادارې د مسوولینو نظر هم له ځانه سره ولرو، خو بریالي نشو.
په همدې حال کې بیا په لوګر ولایت کې د سرې میاشتې ولایتي مسوولین وايي، چې وړمه ورځ یې د خوښۍ ولسوالۍ د بېلابېلو سیمو له ۱۰۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو او ژمنۍ البسې مرسته وکړه.
د لوګر سربېره په پکتیکا، خوست او ځینو نورو ولایتونو کې د روان کال طبیعي افتونو له امله ګڼې کورنۍ زیانمنې شوې دي، که څه هم له یادو زیانمن شویو خلکو سره نړیوالو موسېساتو ځینې مرستې کړي خو اوښتو زیانونو ته په کتو یې لاهم ستونزې نه دي حل شوي.
