اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي، هيواد يې اندېښمن دی چې امريکا غواړي په افغانستان کې خپل نفوذ بيرته را ژوندی کړي.
نوموړي دا څرګندونې له يوې هندۍ رسنۍ سره د خبرو پر مهال کړې دي.
کابلوف ويلي، چې روسيه د امريکا د هغو هڅو په تړاو ځانګړې اندېښنه لري چې متحده ايالات يې په افغانستان کې د خپلو وړتياوو، کنټرول او اغېز د بيا تر لاسه کولو لپاره کوي.
ده د افغانستان په ګاونډيو هيوادونو کې د امريکا نظامي زيربناوو ته هم اشاره کړې ده.
دې روسي ډيپلوماټ ويلي، چې له افغانستانه ګاونډيو هيوادونو ته د تروريزم خپرېدلو روسيه متوجې کړې.
ده زياته کړې، چې د افغانستان په تړاو د ماسکو فارمټ په څلورمه ناسته کې ګډونوالو د افغانستان له خاورې له را پيدا کېدونکي تروريزم سره د مقابلې کولو پر ځانګړي ارزښت ټيڼګار کړی دی.
کابلوف ويلي، چې د مسکو فارمټ ګډه اعلاميه په ټينګار سره افغانستان ته وايي، چې د تروريزم او مخدره موادو د قاچاق ختمولو په تړاو دې خپلې ژمنې پوره کړي او د تروريستي سازمانونو په مقابل کې دې کلک اقدامات وکړي.
د ده په خبره، چې د تروريزم په وړاندې د طالبانو د دولت اقدامات بايد وستايل شي، خو د ده په وينا د طالبانو دا اقدمات بسنه نه کوي.
کابلوف د خپلې مرکې په يوه برخه کې ويلي دي چې د طالبانو د رژيم نړيواله رسميت پېژندنه له دې سره تړلې ده چې ايا کابل ټاکل شوي شرايط مني او که نه.
د ده په وينا، دا شرايط د بين الافغاني سولې د بهير بشپړیدل، د واک داسې جوړښتونه را منځ ته کول چې په رښتيا هم پراخ بنسټی وي او د هيواد د ټولو مهمو قومي او سياسي ځواکونو ګټې منعکس کړي، د تروريزم او مخدره موادو د له منځه وړلو لپاره اغېزناکې هڅې او د بشري حقونو اساسي اصولو ته احترام درلودل دي.
کابلوف زياته کړې، چې د ده په اند د طالبانو دولت ټولګډونی نه دی او همدا د دې لامل شوی چې دا حکومت په نړيواله توګه په رسميت ونه پېژندل شي.
