ملي امنيت خوست کې ۳ انسان تښتوونکي نيولي او يو ماشوم يې ترې خلاص کړی

اطلاعات روز: د خوست ولايت چارواکي وايي چې د ملي امنيت ځواکونو ۳ تنه انسان تښتوونکي نيولي او يو ماشوم يې د هغوی له بند څخه خلاص کړی دی.

دوی دا خبرې رسنيو ته د نيول شويو کسانو د ورښودلو او خپلې کورنۍ د ته د اکرام په نوم د تښتول شوي ماشوم د سپارلو پر مهال وکړې.

د خوست والي جنرال مهمند کټوازي وويل چې تښتوونکو ياد ماشوم ۵۴ ورځې وړاندې د خوست له مرکز څخه تښتولی او بيا يې علي شېر ولسوالي ته وړی و.

کټوازی وايي چې له نيول شويو کسانو سره وسلې، نشه توکي او غير قانونی سيمکارتونه هم نيول شوي دي.

نوموړي وويل:«اختطافګر خاينان او د دې وطن او خلکو دښمنان دي. دا کسان له لومړيو د ملي امنيت زړورو منسوبينو تعقيبول. د دې لپاره چې هلک چا ته راپور ورنکړي، په غذا کې به يې نشه يي مواد ورکول. له دوی څخه تحقيقات روان دي او نور معلومات به هم ترې واخيستل شي. زه له قضايه ادارو غواړم چې دوی ته سخته سزا ورکړي.»

تښتول شوی ماشوم اکرام وايي چې له خاني خوړ نومې سيمې څخه تښتول شوی او په سخت حالت کې ساتل شوی و.

نوموړی وايي چې د خلاصولو په بدل کې يې د ده له کورنۍ څخه يو لک ډالر غوښتل.

هغه زياته کړه:«ګارې ته يې واچولم، ډوډۍ څه شی يې نه راکول، وهلم به يې. وېل به يې چې ګوتې درنه پرې کوو، بايد کورنۍ دې پيسې راکړي. بيا چا بل ځای ته بوتلم، وېل يې چې دلته اوسه، بيا د ملي امنيت والا راغلل او راخلاص يې کړم. زه ډېر خوشاله او ډېره مننه ترې کوم.»

د کرامت کاکا عبدالله وايي چې د نوموړي د تښتول کېدو له امله يې خورا سختې ورځې تېرې کړې او له حکومت څخه تښتوونکو ته د سختې سزا ورکولو غوښتنه کوي.

نوموړي زياته کړه:«د اکرام له تښتول کېدو وروسته يې ټول کور ته عصبي تکليف پيدا شوی و، ډېره سخته وي، دا خلک ډېر ظالمان دي. موږ له ملي امنيت ډېره زياته مننه کوو.»

په وروستيو کې د انسان تښتونې پېښې زياتې شوې دي.

د يادونې ده چې نهه ورځې وړاندې هم د ملي امنيت ځواکونو په ګردېز کې دوه ماشومان د تښتوونکو له بنده خلاص کړي او په تړاو يې يو تن نيولی و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه