اطلاعات روز: طالبانو په پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو له ځنډولو وروسته د یوه بل فرمان په صادرولو سره په غیر دولتي موسېساتو کې ښځې له کار منع کړې، چې د دې پرېکړې په غبرګون کې ځینې نړیوالو سازمانونو افغانستان کې خپل فعالیتونه هم درولي دي.
د ژغورنې نړیواله کمېټه، د ماشومانو خوندیتوب ادارې، د سویډن، ډنمارک او ناروې هیوادونو اړوند موسېساتو تر اوسه د طالبانو د شوې پرېکړې په غبرګون کې فعالیتونه ځنډولي دي.
یادو موسېساتو چې له دې وړاندې یې خلکو ته په بېلابېلو برخو کې بشري مرستې وړاندې کولې د فعالیت په ځنډېدو یې خلک سخت اندېښمن شوي او دا کار د یو بل ناروین د رامنځته کېدو سبب ګڼي.
په سویل ختیځ زون کې د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو اوسېدونکي وايي، د هغو موسېساتو د کاربندیز په اړه یې اندېښنې ډېرې شوي چې له دې وړاندې به یې په اوسنیو سختو اقتصادي شرایطو کې له اړمنو خلکو سره په روغتیا، پوهنې او د لومړینو خوراکي توکو برخه کې مرستې کولې.

د دغو ولایتونو اوسېدونکي زیاتوي، که طالبان په شوې پرېکړه له سره غور و نه کړي او همکاره نړیوالو موسېساتو ته د فعالیت کولو اسانتیاوې برابرې نه کړي، نو د لېرې پرتو سیمو اوسېدونکي به لا ډېر له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شي او بدې پایلې به ولري.
د مرکز ګردېز یو اوسېدونکي سید ولي احمدزي اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې اوس مهال د نړیوالو موسېساتو په بشري مرستو د خلکو ژوند دوام لري او په خبره یې که پاتې موسېسات هم لاس په سر شي خلک به له لوږې نورو ناوړه کړنو ته مخه کړي.
احمدزی زیاتوي چې د خوراکي توکو سربېره اوس مهال له پوهنې او روغتیا بهیر سره د موسېساتو په مالي ملاتړ همکاري دوام لري.
نوموړی وايي: «که نن سبا موسېسات نه وای او يا مطلق خپلې همکارۍ او مرستې بندې کړي نو لېرې نه ده چې خلک د خپلو کورونو وسايل خرڅولو ته مجبوره شي او په هماغه بيا د کور لپاره خوراکي توکي واخلي، همدا موسېسات دي چې نن سبا يې د خلکو د خوراکي توکو اړتياوې پوره کړې دي.»
په پکتيکا او خوست ولايتونو کې هم د شوې زلزلې له امله له زيانمنو شويو خلکو سره د نړيوالو موسېساتو له لوري بېړنۍ مرستې شوې دي، چې د ځايي خلکو ژوند پرې ژغورل شوی دی.

د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ يو اوسېدونکي امير شاه له اطلاعات روز سره په ټليفوني خبرو کې له دوی سره د موسېساتو له لوري په شوې همکارۍ خوښ دي او وايي، که طالبان پر دغو ادارو او
سازمانونو شوي بندیزونه لېرې نه کړي نو د فعاليت په ځنډېدو به ګيان او برمل کې زلزلې ځپلي خلک له سختو مشکلاتو سره لاس او ګریوان شي.
هغه وايي: «زه دا وايم چې طالبان دې له خپلې بړستنې سره پښې وغځوي، خو که موسېساتو له مونږ سسره د خوراکي توکو او سرپنا برخه کې همکارۍ نه وای کړې، نو طالبانو به يې يوازې ننداره کوله.»
پکتيا او پکتيکا وروسته خوست کې هم د طالبانو له لوري په نا دولتي موسېساتو کې د ښځينه کارکوونکو بنديز غبرګونونه را پارولي او خلک يې د فعاليت ځنډ له امله بدو پايلو ته په تمه دي.
په خوست ولايت کې د يوې نړيوالې موسېسې غړي چې نه يې غوښتل د ځينو ستونزو له امله يې نوم څرګند شي اطلاعات روز ته وويل، چې دوی له دې وړاندې په خوست ولايت کې له روغتيا برخې سره د درملو، وسائلو او نورو همکاريو ترڅنګ د لېرې پرتو ګڼو روغتيايي کارکوونکو ته معاشونه هم ورکول.
هغه په اندېښنې سره وايي، چې د دوی د فعاليت له بنديو سره به نه يوازې روغتياپالان د معاشونو برخه کې له ستونزو سره مخ شي، بلکې په روغتيايي خدماتو کې به هم نه جبرانېدونکې منفي اغېزه وکړي.

د دغې موسېسې ولايتي غړي د طالبانو په حکومت غږ وکړ، چې هيواد کې دې په نړيوالو همکاره موسېساتو شوي بندیزونه لغوه او هغوی ته دې په ازاده ډول د کار کولو اجازه ورکړي.
نوموړی داسې وايي: «په خوست کې زمونږ فعاليت لنډ مهاله نه و، خو طالبانو په لوی لاس دې ته زمينه برابره کړه چې له خلکو سره زمونږ همکاري قطع کړي. مونږ هغو سيمو ته هم روغتيايي خدمات وړاندې کول چې راتلونکي کې فکر نه کوم طالبان دې د هماغه سيمو خلکو ته اسانتياوې برابرې او د هغوی ستونزې هوارې کړي.»
په همدې حال کې بیا د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د اقتصاد ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د موسېساتو له لوري له خلکو سره د همکاریو د دوام خبر ورکوي.
د اقتصاد رییس انور شاه اطلاعات روز ته په لېږل شوي پیغام کې زیاته کړې چې دوی د خوړو نړیوال پروګرام او ځینو نورو نړیوالو همکاره موسېساتو سره په همغږۍ کې دي او د هغوی د فعالیت لپاره یې په مرکز ګردېز او لېرې پرتو ولسوالیو کې کاري چاپیریال او اسانتیاوې برابرې کړې دي.

انور شاه وویل: «مونږ تر اوسه په پکتیا کې د داسې پېښې شاهدان نه یو چې کومې موسېسې دې کار ځنډولی وي همدا تېره ورځ هم د خوړو نړیوال پروګرام خلکو ته د خوراکي توکو ویش درلود. نو تل هڅه کوو چې دوی ته اسانتیاوې برابرې کړو او برابرې کړې مو هم دي تر څو له کوم خنډ پرته له خلکو سره مرستې وکړي.»
اطلاعات روز ته د رسېدلو معلوماتو له مخې چې ښايي نږدې ورځو کې د خوړو نړيوال پروګرام هم د نورو ولايتونو سربېره په سويل ختيځ زون کې فعاليت او له خلکو سره کېدونکې مرستې وځنډوي.
ورته مهال د جنسيتي برابرۍ او د ښځو د پياوړتيا لپاره د ملګرو ملتونو بنسټ يا هم د ملګرو ملتونو ښځو ويلي، چې د طالبانو تر فرمان وروسته د هغو سازمانونو ۸۶ سلنه کار درېدلی او يا ځنډېدلی چې د ښځو تر مشرۍ لاندي يې کار کاوه او يا يې هم تمرکز د ښځو پر وضعيت و.
د دې بنسټ په وينا، هغو ۱۵۱ سازمانونو چې د ښځو تر مشرۍ لاندې او يا يې هم د ښځو په چارو کې فعاليت کاوه، خپل ۸۶ سلنه کار يې يا درولی او يا هم محدود کړی دی.
ويل شوي، چې په هرو درې ارزول شويو سازمانونو کې يو سازمان اړ شوی چې د طالبانو د بنديز له کبله خپل ۷۰ سلنه فعاليتونه ودروي.
