اطلاعات روز: فارن پالیسي د ځينو سرچينو په وينا ليکلي، چې د بشري مرستو ډېری پيسې هيڅکله تر هغو خلکو نه رسېږي چې اړتيا ورته لري.
دې رسنۍ ليکلي، په داسې حال کې چې له ښځو او نجونو سره د طالبانو ټکان ورکوونکی چلند په نړيوالو سرټکو کې ځای لري، شونې ده دا ډله د ميليونونو ډالرو له هغو مرستو ناوړه ګټه واخلي چې د انساني درد او کړاو کمولو په موخه کېږي.
فارن پاليسي زياته کړې، چې هره اونۍ په لسګونه ميليونه ډالر د متحده ايالاتو او ملګرو ملتونو له لوري کابل ته انتقالېږي تر څو په ټول هيواد کې ووېشل شي؛ خو په داخل او بهر کې ځينې سرچينې وايي، چې دا پيسې هيڅکله هم هغو کسانو ته نه رسېږي چې اړتيا ورته لري.
سرچينې زياتوي چې د مرستو نامعلوم مقدار پيسې د طالبانو له لوري غلا شوې دي او د خپلو اهدافو لپاره يې کاروي. د دې سرچينو په وينا، طالبان خپل ملاتړي د نقدي پيسو او خوراک په وسيله له ځان سره ساتي.
د افغانستان يوه پخواني اطلاعاتي او نظامي افسر چې د نوم نه ښودلو په شرط يې خبرې کړي، ويلي چې خوراکي توکي او نغدي پيسې د طالبانو د سيمهييزو قومندانانو له لوري د دې ډلې ملاتړو ته توزيع کېږي. دا کس او په افغانستان کې يوه خيريه سرچينه وايي چې په نورو سيمو کې طالبان د توزيع ليستونه کنټرولوي.
دې پخواني افسر ويلي: «طالبان پيسې مديريت کوي او پرېکړه کوي چې چيرته، کومو خلکو ته او د هيواد کومې برخې ته بايد ولاړې شي. خلک بله چاره هم نه لري. په ځانګړې توګه په هزاره او تاجک مېشتو سيمو لکه غور، بادغيس او نورو ليرې پرتو سيمو کې [طالبان] هيڅ ملاتړ نه لري.»
له امنيتي او خيريه برخو څخه ځيني سرچينې وايي، چې طالبان د ډالر کمولو لپاره د پيسو لېږد له غير رسمي سيسټم (حوالې) څخه هم استفاده کوي.
فارن پاليسي ليکلي، چې نغدې پيسې مرکزي بانک ته چې کنټرول يې له طالبانو سره دی او د افغانستان خصوصي بين المللي بانک ته سپارل کېږي، چيرته چې د ملګرو ملتونو ادارې هم بانکي حسابونه لري؛ مګر د دې پوښتنې هيڅ ځواب نشته چې اخر دا پیسې چيرته ځي.
دې رسنۍ زياته کړې په داسې حال کې چې متحده ايالات او ملګري ملتونه طالبان د ښځو او نورو ډلو په تړاو په «وحشي» چلند تورنوي، خو بيا يې هم د ټوليزې لوږې د مخنيوي لپاره د ميلياردونو ډالرو مرسته کړې.
