د پکتیا تېرې اوسېدونکي: موږ ته دې وارداتي برښنا راکړل شي

اطلاعات روز: د ګردېز اړوند د تېرې سيمې ګڼو اوسېدونکو د يوه لاريون پر مهال نيوکه وکړه چې له ګڼو ژمنو سربېره ورته برښنا نه ده ورکړل شوې.

دوی د څو ساعتونو لپاره د کابل ــ ګردېز لويه لاره وتړله او له برښنا رياست څخه يې ورته د برښنا ورکولو غوښتنه وکړه.

د تېرې ځوانانو ټولنې غړي جميل الرحمن اطلاعات روز ته وويل سره له دې چې دوی د ولايت مقام ته څېرمه اوسيږي، خو د يوې لرې ولسوالي په څېر په ډېرو برخو کې محرومه پاتې شوې ده.

نوموړی وايي: «زموږ د تېرې ډېرې سيمې له برق څخه پاتې دي، برېښنا رياست له تېره والو سره توپير چلند کوي، د برېښنا په تقسيم کې عادلانه ندي.»

قومي مخور امان الله درمل وايي چې د ګردېز کابو ټولو سيمو ته برېښنا ورکړل شوې او اوسمهال يې احمدابا ولسوالي ته د لېږد چارې پيل شوې، خو په خبره يې دوی، چې برېښنا رياست او ولايت مقام ته څېرمه پراته دي، پکې ونډه نده ورکړل شوې.

درمل وويل:«موږ سره ژمنه شوې وه چې اول وار کې به تېرې ته برق ورکول کيږي، خو د يو نيم، دوه کلونو په تېرېدو لا هم برق نلرو. که موږ ته برق رانکړل شي، موږ نور اعتراضونه هم کوو.»

يو بل ځوان نعمت الله وياړ وايي چې تر دې وړاندې په وېشل کېدونکې برېښنا کې خلکو ته د پايو نصبولو او نورې چارې هم د اړوند شرکت لخوا تر سره کېدې، خو اوس پر خلکو تر سره کيږي.

وياړ وويل: «مخکې به د پايو لګولو لپاره د ځمکې کيندل، کانکرېټ او نور کارونه رياست کول، خو اوس دا کارونه پر خلکو کوي. موږ خپل حق غواړو.»

د برېښنا شرکت د زون دفتر مشر نصرت الله مددزی وايي چې تر دې وړاندې د برېښنا د وېش د چارو قرارداد په ۲۵ ميليونه ډالر تر سره شوی و، خو اوسنی قرارداد په ۱۰ ميليونه ډالر شوی دی.

مددزي اطلاعات روز ته وويل چې په دې اړه د بوديجې غوښتنه کړې او له خلکو ته يې ويلي چې د برېښنا د پايو د نصبولو لپاره د بوديجې تصويب ته په تمه کيږي او که خپله يې تر سره کوي او خلکو په خپله خوښه د يادو چارو تر سره کولو هوکړه ور سره کړې ده.

نوموړي زياته کړه: «تېره ټول ۲۰ کلي لري، ۷ کليو ته مو برق ورکړی، په ۹ کې کار روان دی، دا اوس هم زموږ کارمندان هلته کار کوي او ۴ نور د ۱۴۰۰ کال په بوديجه کې نيول شوي او اوسمهال تر ډيزاين لاندې دي. برق د ټولو افغانانو حق دی او موږ به يې ټولو ته ورسوو.»

ولسمشر غني او اړوندو چارواکو شاوخوا درې کاله وړاندې پکتيا ته په سفر کې ويلي و، چې په لومړي پړاو کې به د ګردېز ۱۴ زره او د وزې ځدراڼ ولسوالي ۵ زره کورنيو ته برېښنا ورکړل شي، چې چارې يې تر ډېره تر سره شوې او تر هغه وروسته د دويم پړاو پيلولو ژمنه شوې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه