له NGO سره د ښځو پر کار بنديز؛ ۱۲ هيوادونو د طالبانو د پرېکړې لغوه کېدل غوښتي

اطلاعات روز: د ۱۲ هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او د اروپايي اتحاديې لوړپوړي استازي په غير دولتي بنسټونو کې د ښځو د کار پر بنديز ژوره انديښنه ښودلې او ويلي يې دي چې د طالبانو دا پرېکړه د هغو ميليونونو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي چې پر بشري مرستو متکي دي.

دا بیانیه د اسټراليا، کاناډا، ډنمارک، فرانسې، جرمني، ايټاليې، نروژ، سويس، هالنډ، بريتانيې، امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيرانو او د اروپايي اتحاديې لوړ پوړي استازي خپره کړې ده.

دوی په غير دولتي داخلي او نړيوالو بنسټونو کې د ښځو پر کار بنديز بې پروا او خطرناکه پرېکړه ګڼلې او له دې ډلې يې غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې خپله پرېکړه بيرته واخلي.

د ۱۲ هيوادونو بهرنيو چارو وزيرانو او د اروپايي اتحاديې لوړپوړي استازي ويلي چې ښځې په بشردوستانه چارو او اساسي اړتياوو کې مرکزي رول لري.

د دوی په وينا، تر څو چې ښځې په افغانستان کې د مرستې رسولو په بهير کې شريکې نه شي، غير دولتي بنسټونه به ونه شي کولای چې د هيواد تر ټولو اړمنو خلکو ته خوراک، درمل او نور مواد چې ضرورت ورته ولري، ورسوي.

د ۱۲ هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او د اروپايي اتحاديې لوړپوړي استازي زیاته کړې چې طالبان د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو او ازاديو تضعيفولو ته دوام ورکوي او له نړيوالې ټولنې سره د عادي روابطو په تړاو دلچسپي نه لري.

دوی کار، ښوونځي او پوهنتون ته د ښځو او نجونو د بيرته تلو غوښتنه کړې او ټينګار يې کړی دی چې طالبان دې په افغانستان کې د ښځو او نجونو سياسي، اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي حقونو ته درناوی وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه