اطلاعات روز: په تېرو شپاړسو مياشتو کې چې طالبان يو ځل بيا د خلکو پر برخليک واکمن شوي، سره له دې چې تل د بشري حقونو د سرغړونو او پر ښځو د بندیزونو د لګولو شکایتونه شوي دي؛ خو اوس تازه دې ډلې خپله نوې څېره خلکو او نړۍ ته روښانه کړې ده.
په تېرو ورځو کې نړيوالې ټولنې او ملګرو ملتونو د طالبانو له لوري پر خلکو په ځانګړې توګه پر ښځو د بنديزونو لېرې کولو غوښتنه کړې وه مګر طالبانو يې په مقابل کې د ښځو پر خلاف نور سخت دريځه فرمانونه اعلان کړل.
په دې وروستيو ورځو کې د دې ډلې مهم اقدامات دا وو چې ښځې يې په دولتي او خصوصي پوهنتونو کې له زده کړو را وګرزولې او غير دولتي داخلي او بهرنيو موسېسو کې يې له کار کولو هم منع کړې، چې دې اقداماتو زيات غبرګونونه را وپارولي دي.
د چارو کارپوهانو له اطلاعات روز سره د خبرو پر مهال د طالبانو د وروستيو پرېکړو په اړه د انديښنې په څرګندولو سره وايي چې دا ډله د ښځو پر خلاف د بنديزونو په اعلان سره غواړي چې له نړۍ امتيازات واخلي.
د حقوقو پوهنځي يو استاد چې د سياسي چارو کارپوه دی او نه غواړي چې په راپور کې يې نوم ذکر شي، وايي طالبان له ښځو د فشار د يوه ابزار په توګه استفاده کوي او غواړي چې نړۍ دې ډلې ته پام وکړي.
د دې استاد په باور، په تېرو لسو مياشتو کې چې د اوکراين او روسيې جګړه خپل اوج ته رسيدلې، د طالبانو موضوع څنډې ته شوې او دا ډله فکر کوي چې که د ښځو پر زده کړو او حضور بنديزونه ولګوي نو کولای شي چې د نړۍ پام ځان ته را واړوي.
دی وايي: «د نړيوال ملاتړ تر لاسه کولو لپاره طالبانو له ښځو ابزاري استفاده کړې ده. تازه بنديزونه د ملګرو ملتونو د شورا له غونډې سره هممهاله لګول شوي دي. په دې غونډه کې شريکو هيوادونو د طالبانو پر چلند نيوکې کړې وې.»
له دې سره – سره دی وايي چې د طالبانو دا بنديزونه د ملګرو ملتونو د باور ورکولو له غونډې سره مستقيمه اړيکه لري، چيرته چې د افغانستان د غړيتوب څوکۍ لا هم د پخواني حکومت له استازي سره ده.

د خپلو ريښو غوڅول
يو شمېر نور کارپوهان هم د دې ډلې پر وروستيو اقداماتو نيوکې کوي او وايي چې دا اقدامات له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي او په اوږد مهال کې اسلام ته ډېر زيان رسولای شي.
د کابل پوهنتون پخوانی استاد فيض الله جلال وايي چې د طالبانو سخت دريځي بنديزونه چې په داخل او بهر کې يې د ديني عالمانو او په دې ډله کې د ځينو اشخاصو مخالفت را پارولی، کولای شي د دې ډلې حکومت له منځه يوسي.
ښاغلی جلال د طالبانو دا قدامات د ديني ارزښتونو خلاف ګڼي او وايي: «طالبان په خپلو پښو فکر کوي او پر سر حرکت کوي. په خپل دې کار سره ځان ته څاه کني ځکه د دې اقداماتو مطلب د خپلو ريښو پرې کول دي.»
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د سې شنبې په ورځ دولتي او خصوصي پوهنتونو ته يو مکتوب ولېږه چې پر اساس يې تر نامعلوم وخته د ښځو تحصيل ځنډېدلی او نجونې پوهنتون ته له تللو محرومه شوې دي.
د دې فرمان په خپرېدلو سره چې په پوهنتونو کې یې د نجونو تحصيل وځنډاوه، پراخ داخلي او بهرني غبرګونونه را وپارول. د څو اسلامي هيوادونو په ګډون ګڼو هيوادونو او نړيوالو سازمانونو د طالبانو دا پرېکړه وغندله.
مدني اعتراضونه، په بېلابېلو پوهنتونو کې د استادانو استعفاوې، د نارينه محصلينو له لوري د صنفونو او ازموينو تحريمول او د طالبانو د رهبرانو انځورونه سوځول هغه غبرګونونه وو چې په تېرو څو ورځو کې د دې پرېکړي په وړاندې وښودل شول.
خو د دې پرېکړې لا هم ډېر وخت نه و شوی چې د طالبانو اقتصاد وزارت د يوه مکتوب په خپرولو سره غير دولتي خارجي او داخلي موسېسو کې د ښځو کار منع کړ.
کوم مکتوب چې غير دولتي موسېسو ته ليکل شوی و پکې راغلي و چې په موسېسو کې د حجاب او د طالبانو د نورو ټولو قوانينو او مقرراتو د نه مراعتولو له امله په دې وروستيو کې «جدي شکايتونه» شوي وو.
د طالبانو اقتصاد وزارت دې بنسټونو ته لارښوونه کړې چې د دې مکتوب په خپرېدلو سره دې نور د ښځو فعاليت وځنډوي او که د دې امر مخالفت وکړي، د موسېسې جواز به يې لغوه کړل شي.
په پوهنتون کې د نجونو د زده کړو د ځنډولو ترڅنګ د کار له حق څخه د ښځو بې برخې کول هم له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
د ښځو پر کار بنديز ته غبرګونونه
د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ پر خپله ټويټر پاڼه د طالبانو له خوا په غير دولتي داخلي او بهرنيو بنسټونو کې د ښځو د کار منع کول غير مسوولانه بللي او ويلي يې دي چې دا پرېکړه به د هغو ميليونونو انسانانو لپاره مرګوني خطرونه ولري چې بشري مرستو ته اړ دي.
په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو دفتر (اوچا) په غير دولتي داخلي او خارجي بنسټونو کې د ښځو د کار منع کول غندلي او ويلي يې دي چې دا پرېکړه د ښځو تر ټولو بنسټيز حق نقض کوي او همدا راز د بشر دوستانه اصولو څرګند نقض دی.
د اوچا له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو دفتر هڅه کوي د طالبانو له رهبرانو سره وويني او د ياد امر په تړاو نور شفافيت تر لاسه کړي.
همدا راز اوچا ټينګار کړی و چې ښځې بايد د بشردوستانه غبرګون په شمول د ژوند په ټولو برخو کې مهم رول ولري.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونيو ګوتريش له لوري هم ويل شوي و چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري په غير دولتي موسېسو کې د ښځو د کار پر بنديز ډېر ځورېدلی.
د ګوتريش وياند استفان دوجاريک په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې د طالبانو دا پرېکړه به زيانمنو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ته د مرسته رسوونکو سازمانونو کار کمزوری کړي.
ده ويلي چې ملګري ملتونه او شريکان يې، په افغانستان کې د غير دولتي ملي او نړيوالو سازمانونو په شمول، له هغو ۲۸ ميليونو افغانانو سره چې پر بشري مرستو متکي دي، مرستې کوي تر څو ژوندي پاتې شي.
د ګوتريش د وياند په وينا د اغېزناکو بشري مرستو د وړاندې کولو لپاره اړتيا ده چې ټولو مرستندويانو په ځانګړې توګه ښځو ته بشپړ، خوندي او له کوم خنډ پرته لاسرسی موجود وي.
دوجاريک ويلي: «په افغانستان کې د ښځو پر کار بنديز به د نړيوالې ټولنې، په افغانستان کې د ژوند د خونديتوب او د دې هيواد د خلکو لپاره ډېرې ناويل شوې ستونزې ولري.»
د ښځو په وړاندې د طالبانو د لګولو شويو بنديزونه زيانونه
د ښځو او نجونو د حضور په تړاو د طالبانو پرېکړو نه يوازې دا چې د ځوانانو تر منځ ناهيلي خپره کړې، بلکې اقتصادي زيانونه يې هم رسولي دي.
په غير دولتي خارجي او داخلي بنسټونو کې د ښځو پر کار بنديز، د هغو ښځو تر منځ وېره خپره کړې ده چې د کورونو سرپرستانې دي.
يو شمېر ښځې وايي چې طالبانو په خپلو وروستيو او سخت دريځو بنديزونو چې له ښځو يې د زده کړې، کار او تحصيل حق اخيستی دی، هغوی له زياتو ننګونو سره مخ کړې دي.
ګزل (مستعار) د يوې شپږ کسيزې کورنۍ سرپرسته ده، کلونه کېږي چې مېړه يې مړ شوی او اوس دا په خپله د کور لګښتونه برابروي.
ګزل د طالبانو دا پرېکړه د ښځو په وړاندې ښکاره ظلم ګڼي او وايي چې د طالبانو تر راتلو وروسته بېکاره وه او په وروستيو څو مياشتو کې توانيدلې وه چې په يوه موسېسه کې کار پيدا کړي.
دا ۳۸ کلنه ښځه وايي چې له پراخو اقتصادي ستونزو سره مخ ده او يوازې په دې موسېسه کې د کار له لارې يې کولای شوای چې د خپلو ماشومانو د زده کړو او د خپل ژوند لګښتونه پوره کړي؛ خو د طالبانو په دې پرېکړې نور له دې کاره هم بې برخې شوې.
ګزل وايي: «په کومو مياشتو کې چې بېکاره وم قرضداره شوم، زموږ برق يې هم قطع کړ، ډېرې ستونزې مې وليدې. خو په دې وروستيو کې مې خپل ژوند لږ برابر کړی و، خو له دې هم بې برخې شوم.»
اغلې ګزل وايي: «زه چې مېړه مې مړ شوی دی او د کورنۍ مسووليت لرم، د اقتصاد له وزير صيب څخه پوښتم چې تر امر ثاني پورې زه او ماشومان مې څه وخورو؟ تر امر ثاني پورې خپلو پوروړيو ته څه ځواب ورکړم؟»
زيبا (مستعار) هم يوه له هغو ښځو ده چې د طالبانو د وروستي فرمان له کبله يې خپله دنده له لاسه ورکړې، دا اندېښنه ښيي او وايي: «په اوس مهال کې د طالبانو هڅه داده چې افغانستان د ښځو او نوي نسل لپاره په دوزخ بدل کړي.»
همدا راز زيبا وايي چې طالبان پر هيڅ ډول انساني او اسلامي ارزښت باور نه لري او په دې کار سره يوازې خلک له دينه لېرې کوي.
شاوخوا يونيم کال وړاندې چې طالبان شل کاله وروسته يو ځل بيا واک ته ورسېدل، د ښځو د چارو وزارت په لغو کولو سره يې د هغوی له حضور سره په ښکاره مخالفت اعلان کړ. خو په دې وخت کې طالبانو د نويو بنديزونو په لګولو سره خپله نوې څېره ښکاره کړې او د ښځو په وړاندې چې يې کوم مخالفت پټ کړی و، هغه يې را څرګند کړ.
د حجاب جبري کول، پر تګ را تګ بنديز لګول، له شرعي محرم پرته د سفر نه اجازه، په پوهنتونو کې د ټولګيو او درسي ورځو بېلول، تر شپږم ټولګي پورته نجونو په وړاندې د مکتبونو تړل، په پوهنتونو کې د نجونو د زده کړو مخنيوی او غير دولتي داخلي او خارجي موسېسو کې د ښځو پر کار بنديز او د بنديزونو په لسګونو نور همداسې موارد شته چې دې ډلې پر ښځو لګولي دي.
