ختیځ میشتې میرمنې وایي، که طالبان پر دوی بندیزونه لګوي، نړیوال دې پر طالبانو بندیزونه ولګوي

اطلاعات روز: ختیځ میشتې میرمنې د طالبانو له لوري د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار د بندیز په غبرګون کې وایي، چې نړیوال دې پر طالب چارواکو بندیزونه لا ډیر او جدي کړي.

د ننګرهار یوه ښځينه فعاله چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي، چې نړیوال دې د افغان میرمنو غږ واوري او پر دوی دې د طالبانو له لوري د تازه بندیزونو په غبرګون کې غلي نه پاتې کیږي او خپل بندیزونه دي پر طالبانو زیات کړي.

هغه اندیښنه لري او وایي، که نړیواله ټولنه او د ښځینه و د ملاتړ بنسټونو په نړیواله کچه د افغان میرمنو ستونزو ته رسیده ګي ونه کړي او پر دوی د بندیزونو په غبرګون کې چپ پاتې شي، نو پر دوی به د طالبانو له لوري لا بندیزونه وضعه شي.

هغه زیاتوي:«د طالبانو له لوري چې هره اوونۍ او هره ورځ پر افغان میرمنو بندیزونه لګول کیږي، دا مونږ افغان میرمنو ته دمنلو نه دي او له نړیوالې ټولنې او نورو ملاتړو بنسټونو غواړو چې د ښځنیه وو غږ دې واوري.»

د لغمان اوسیدونکی منیژه هم  د طالبانو وروستۍ پرېکړې غیر مسوولانه، له بشري حقونو ښکاره سرغړونه او وېروونکې بولي.

نوموړې پر نړیواله ټولنه هم نیوکه کوي او وایي، یوازې یې د طالبانو له لوري پر ښځینه و بندیزونه د اعلامیو په خپرولو سره غندلي خو نړیوالې ټولنې د طالبانو له ظلم څخه د افغان مېرمنو د خلاصون لپاره عملي اقدامات نه دي کړي.

منیژه زیاتوي:«د طالبانو د بندیزونو په غبرګون کې نړیوالو یوازې غبرګون ښودلی خو په عملي برخه کې یې هیڅ نه دي کړي، غوښتنه کوو چې طالبان دې پر افغان میرمنو شته بندیزونه پای ته ورسوي او هم دې نړیوال پر طالبانو خپل بندیزونه زیات کړي.»

کونړ کې د ښځو د حقونو فعاله چې خپل ځان په مستعار نوم امینه معرفي کوي هم ورته نظر لري او وایي، په افغان میرمنو د طالبانو د بندیزونو په غبرګون کې د نړیوالو غبرګونونه سست دي.

هغه وایي، چې د نړیوالې ټولنې، د ښځو د ملاتړ بنسټونو او نورو سازمانونو ټول غبرګونونه په خبرپاڼو متمرکز دي او د ټولنې د عادي وګړو او چارواکو ترمنځ یې د نظرونو تر منځ هېڅ توپير نه ليدل کېږي.

پر افغان میرمنو د طالبانو له لوري د تازه بندیزونو په کور دننه او بهر سخت غبرګونونه راپارولي دي، د اسلامي هیوادنو په ګډون ګڼو نورو هیوادونو هم د طالبانو پریکړې غندلي او له طالب چارواکو یې غوښتي چې د ښځو په اړه دې پر شوې پریکړې له سره غور وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه