اطلاعات روز: د جلال اباد ښار اوسیدونکي شکایت کوي چې د ژمی په رارسېدو او له سون توکو څخه زیاتې استفادې په ښار کې د هوا د ککړتیا ستونزه زیاته کړې، چې له امله یې عام خلک په مختلفو تنفسي ناروغیو اخته شوي دي.
د نورالله په نامه د جلال اباد ښار اوسیدونکی وایي، چې د هوا د ککړتیا لاملونه څرګند دي، خو د دغه ولایت د چاپیریال ساتنې ادارې یې د مخنیوي په برخه کې د پام وړ کار نه دی کړی، چې له امله یې د هوا ککړتیا ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو ده.
نورالله زیاته کړه:«په جلال اباد ښار کې د هوا ککړتیا لاملونه د ښار داخل کې یو شمیر کارخونې، جنراتورونه، سره رود ولسوالۍ کې د خښتو بټۍ، زاړه موټر، ریکشاوې او د کورنیو له لوري د ژمي په موسم کې د ربړونو او ټایرونو سوځول او نور ګڼ عوامل دي؛ چې باید د چاپیریال ساتنې اداره یې د مخنیوي په برخه کې لاس په کار شي.»
د جلال اباد ښار یو بل اوسیدونکی بلال احمد بیا وایي، د چاپیریال ساتنې اداره باید د بې کیفیته تیلو کارولو او همداراز ددې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د خښتو په بټیو کې د بې کیفته توکو سوزول او په مرکز جلال اباد ښار کې د هغو نقلیه وسایطو او نورو کارخونو مخه ونیسي چې زیات لوګي تولیدوي او د هوا د ککړتیا لامل کیږي.
بلال احمدي زیاتوي:«د چاپیریال ساتنې اداره باید د هوا ککړتیا د مخنیوي په برخه کې جدي کار وکړي، اوسمهال څه ډول چې لازمه ده د چاپیریال ساتنې ادارې د هوا ککړتیا مخنیوي برخه کې څه نه دي کړي؛ په ښار کې د موټرو زیاتوالی او د شخصي جنراتورو استعمال هم هوا ککړه کړې ده.»

په همدې حال کې د چاپیریال ساتنې ادارې مسوولین هم مني چې په جلال اباد ښار کې د هوا ککړتیا زیاته شوې ده.
د ننګرهار د چاپیریال ساتنې ادارې د طالبانو د نظارت او تفتیش مدیر عبدالنصیر نصرت د هوا ککړتیا لامل د ژمي په موسم کې د نفوذو، نقلیه وسایطو زیاتوالی او نور عوامل یادوي.
نوموړی وایي، چاپیریال ساتنې ادارې په جلال اباد ښار کې د نقلیه وسایطو، جنراتورونو، کارخونو او نورو هغو کړنو مخه نیولې چې د هوا ککړتیا لامل کیدل.
نصرت:«دا منو چې جلال اباد ښار کې د هوا ککړتیا شته او لامل یې د نورو ولایتونو څخه دغه ولایت ته د خلکو تګ راتګ دی او همدا لامل دی چې هوا ککړه شوې، خو د چاپیریال ساتنې اداره پنځه کلن پلان لري او د همدې پلان له مخې مونږ له ښار څخه کارخونې ویستلي او هم مو نانوایان چې مخکې به یې داسې څه سوزول چې د هوا ککړتیا لامل کیدل هغو ته هم لارښوونه شوې.»
نوموړی د هغه دستګاه یادونه هم کوي چې د چاپيریال ساتنې عمومي ادارې له لوري دغه ولایت ته دهوا د ککړتیا د کیفیت او څرنګوالي د معلومولو په موخه ورکړل شوې وه، خو وایي له کلونو راهیسې د تخنیکي ستونزې له امله فعالیت نشي کولای چې له کبله یې دوی هم د ښار هوا د ککړتیا څرنګوالی نشي معلومولای.
روغتیاپالان د هوا ککړتیا د موسمي ناروغیو یو لامل بولي او وایي، په دې وروستیو کې د هوا په سړیدو سره تنفسي او نورې موسمي ناورغۍ ورځ تربلې مخ په زیاتیدو دي، چې له امله یې هره ورځ روغتیایي مرکزونو ته ګڼ شمیر ناروغان ور وړل کیږي.
د ننګرهار د چاپيریال ساتنې ادارې مسولین د هوا ککړتیا د مخنیوي په برخه کې د خلکو همکاري مهمه بولي او ترې غوښتنه کوي، چې له اړتیا پرته دې د سون توکو له سوځولو او نورو هغه توکو له کارولو لاس واخلي چې د هوا ککړتیا لامل کیږي.
