د ښځو پر کار بنديز؛ ګوتریش: د طالبانو دا پرېکړه د افغانانو ستونزې ډیروي

UN

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري په غیر دولتي موسېسو کې د ښځو پر کار کولو د بندیز له امله سخت خواشینی دی.

د ګوتریش وياند استفان دوجاريک په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د طالبانو دا پرېکړه به اړمنو خلکو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ته د مرستندويو سازمانونو د مرستې رسولو کار کمزوری کړي.

ده ويلي، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د ملي غير دولتي او نړيوالو شريکانو په ګډون هڅه کوي چې ۲۸ ميليونه افغانانو ته بشري مرستې ورسوي چې ژوندي پاتې شي.

د ګوتریش په وينا، د اغېزناکو بشري مرستو رسولو لپاره اړتيا ده چې ټولو اړمنو ته بشپړ، خوندي او له کوم خنډ پرته لاسرسی موجود وي.

دوجاريک ويلي: «په افغانستان کې د ژوند د خونديتوب لپاره له نړيوالې ټولنې سره د ښځو د کار منع کول به د افغانستان خلک د لا ډیرو ناويل شویو ستونزو سره مخ کړي.»

د طالبانو د اقتصاد وزارت تېره ورځ (شنبه، ۳ د مرغومي) د يوه رسمي مکتوب له لارې په غير دولتي کورنیو او بهرنيو موسېسو کې د ښځو پر کار کولو بنديز لګولی دی. اوس مهال دا موسېسات اړمنو ته مرستې رسوي په داسې حال کې چې د افغانستان نيم نفوس له لوږې سره مخ دی.

د طالبانو دې پرېکړي نړيوال غبرګونونه هم را پارولي دي.

په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو دفتر (اوچا) د طالبانو له لوري په غير دولتي موسېسو کې د ښځو پر کار بنديز غندلی دی.

د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ هم د طالبانو دا بنديز غير مسوولانه ګڼلی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه