اطلاعات روز: افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر (اوچا) د طالبانو له لوري په غير دولتي موسېسو کې د ښځو پر کار بنديز غندلی دی.
دې دفتر په يوه اعلاميه کې ويلي چې دا ډول فرمان د ښځو تر ټولو اساسي حق نقض کوي او همدا راز د بشري اصولو ښکاره سرغړونه ده.
په دې اعلاميه کې راغلي، چې ملګري ملتونه هڅه کوي چې د طالبانو له رهبري سره د ياد فرمان د نور شفافيت په تړاو وګوري.
اوچا ټينګار کړی، چې ښځې بايد د بشردوستانه غبرګون په شمول د ژوند په ټولو برخو کې مهم رول ولري.
ددې دفتر په وينا د ښځو د ګډون بايد درناوی او ساتنه وشي: «د [طالبانو] وروستۍ پرېکړه يوازې زيانمنو وګړو په خاص ډول ښځو او نجونو ته تاوان رسوي.»
اوچا ويلي، چې په افغانستان کې ملګري ملتونه او شريکان يې د طالبانو دا امر غندي او دې ډلې ته يادونه کوي چې د ښځو د ازادې ارادې سلبول او له عامه او سياسي برخو څخه د هغوی سيسټماټيک حذف، افغانستان شاته بيايي او د هر ډول سولې او ثبات لپاره هڅې له خطر سره مخ کوي.
د طالبانو د اقتصاد وزارت تېره ورځ (شنبه، ۳ د مرغومي) د يوه رسمي مکتوب له لارې په غير دولتي کورنیو او بهرنيو موسېسو کې د ښځو پر کار کولو بنديز لګولی دی. اوس مهال دا موسېسات اړمنو ته مرستې رسوي په داسې حال کې چې د افغانستان نيم نفوس له لوږې سره مخ دی.
د طالبانو دې پرېکړي نړيوال غبرګونونه هم را پارولي دي.
د امريکا ځانګړي استازي ويلي، چې طالبان د خپلو خلکو په وړاندې خپلو تر ټولو ابتدايي مسووليتونو ته هم پاملرنه نه کوي.
طالبانو په دې وروستيو کې د نجونو پر وړاندې پوهنتونونه او خصوصي ښوونيز مرکزونه هم تړلي دي.
د طالبانو دا پرېکړه هم په کور دننه او بهر کې له سختو غبرګونونو سره مخ شوې ده. د څو اسلامي هيوادونو په شمول ګڼو هيوادونو او نړيوالو سازمانونو د طالبانو دا پرېکړه غندلې ده.
