اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په کورنیو او بهرنيو موسېساتو کې د طالبانو له لوري د ښځو پر کار بنديز غير مسوولانه کار ګڼلی دی.
ده نن (یکشنبه، ۴ د مرغومي) په يوه ټويټ کې ليکلي چې د طالبانو دا پرېکړه د هغو ميليونونو اړمنو کسانو لپاره چې حياتي مرستو ته اړتيا لري، وژونکي خطرونه رامنځته کوي.
وېسټ ليکلي: «د طالبانو هغه فرمان چې ښځې د بشري مرستو رسولو په چارو کې له کاره منع کوي، ډېر زيات غير مسوولانه دی.»
د طالبانو د اقتصاد وزارت د يوه رسمي مکتوب په خپرولو سره په داخلي او خارجي موسېساتو کې د ښځو پر کار کولو بنديز لګولی دی. دا موسېسات اوس مهال اړمنو ته مرستې رسوي، د افغانستان په اوسني وضعيت کې نيم نفوس له لوږې سره مخ دی.
د طالبانو دې پرېکړي نړيوال غبرګونونه هم را پارولي دي.
د امريکا ځانګړي استازي ويلي، چې طالبان د خپلو خلکو په وړاندې خپلو تر ټولو ابتدايي مسووليتونو ته هم پاملرنه نه کوي.
طالبانو په دې وروستيو کې د نجونو پر وړاندې پوهنتونونه او خصوصي ښوونيز مرکزونه هم تړلي دي.
د طالبانو دا پرېکړه هم په کور دننه او بهر له سختو غبرګونونو سره مخ شوې ده. د څو اسلامي هيوادونو په شمول ګڼو هيوادونو او نړيوالو سازمانونو د طالبانو دا پرېکړه غندلې ده.
