اطلاعات روز: د نړۍ د ۱۲ هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په يوه ګډه اعلاميه کې د نجونو د زده کړو ځنډولو په تړاو د طالبانو پرېکړه غندلې ده.
دا اعلاميه د اسټراليا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ايټاليا، جاپان، هالنډ، ناروې، هسپانيې، سويس، بريټانيې او امريکا متحده الاياتو د بهرنيو چارو وزيرانو له خوا خپره شوې او همدا راز د اروپايي اتحاديې لوړ رتبه استازي هم خپره کړې ده.
د نړۍ ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي، چې د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو «ظالمانه کړنې» بې رحمانه او سیسټماټیکې دي.
دوی ويلي چې په تېرو ۱۶ مياشتو کې طالبانو تقريبا ۱۶ فرمانونه ورکړي چې د ښځو ازادۍ محدودوي.
د دې هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په اعلاميه کې راغلي چې دا سياستونه ښيي چې طالبان بشري حقونو او د افغانستان د خلکو اساسي ازاديو ته پاملرنه، نه کوي.
دوی ويلي، چې طالبان په دې اقداماتو سره ځان نور هم د افغانستان له خلکو او نړيوالې ټولنې ليرې کوي.
په دې اعلاميه کې راغلي: «موږ له طالبانو غواړو چې د نجونو او ښځو د پوهنتوني زده کړو په تړاو نوي ظالمانه اقدامات سمدستي لېرې کړي او له کوم ځنډ پرته دې هغه پرېکړه لغو کړي چې نجونې متوسطه ښوونځيو ته له تلو منعه کوي.»
د نړۍ د ۱۲ هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ويلي، چې د طالبانو سياستونه چې له عمومي ژوند څخه د ښځو پر حذفولو راڅرخي، له دې ډلې سره به ددې هيوادونو پر تعامل اغېز وکړي.
د طالبانو له لوري د نجونو د زده کړو ځنډولو نړيوال غبرګونونه او اعتراضونه را پارولي دي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په يوه مکتوب کې له دولتي او خصوصي پوهنتونو غوښتي چې د نجونو زده کړې دې تر امر ثاني پورې «وځنډوي».
دې ډلې واک ته تر رسېدلو وروسته ښوونځي هم د نجونو په وړاندې تړلي دي.
امريکا، جرمني، بريتانيا، ملګرو ملتونو، د اسلامي همکاريو سازمان، د بشر حقونو څار سازمان او نورو دا پرېکړه غندلې ده.
